په معاشياتو باندي د پوهانو څخه دا خبره پټه نه ده، چي تجارت، زراعت او نور ټوله نفع رسوونکي کارونه دا غواړي چي څومره کسان په کاروبار کي سره شريک وي هغه ټوله د مشترکه (ګډ) کاروبار سره دلچسپي لري، د دوی غوښتنه دا وي چي زموږ کاروبار ترقي وکړي، د کاروبار نقصان هغه خپل نقصان بولي، ځکه چي د هر پېښېدونکي تاوان د دفع لپاره ټولنيز کوښښ کوي. د کاروبار ګټه خپله ګټه بولي او د هغه د پرمختيا په ډګر کي پوره پوره وس او طاقت مصرفوي.
مګر د سود کاروبار د دغو مفيدو جذباتو څخه خالي وي، چي د هغه په نتيجه کي بې حسابه تاوانونه يو ځای کېږي، چي له هغې جملې څخه يې يو څو تاوانونه په لاندي ډول ذکر دي:
- د سرمايې يوه لويه برخه خاص له دې وجي په کار نه اچوي چي د سرمايې مالک د سود د ډېرښت انتظار کوي. سره د دې چي د سرمايې د مصرف ځايونه هم ډېر موجود وي.
- د سودخور سرمايه د يوه چا سره وي، نور بې حسابه خلک د يو کاروبار په تلاښ کي ورک وي که سودخور دغه سرمايه په صحيح تجارت باندي مصرف کي نو ډېر خلک به د وظيفې مالکان سي.
- په سودي نظام کي د ملک تجارت او صنعت ته ډېر نقصان رسېږي، ځکه چي د سودخور سرمايه د يوه سړي په لاس کي وي او د عام خلکو د ټولنيز ژوند کچه هم راټيټېږي.
- سودخور د خپل سود په طمع او لالچ کي مبتلا وي، ځکه خپله سرمايه د کاروبار د واقعي ضرورت او طبعي غوښتني په اعتبار نه مصرفوي، بلکي خالص د خپل غرض او مطلب مطابق سرمايه ضبطوي يا مصرفوي او د دې سبب دا دئ، چي سود په انسان کي طمع او خودغرضي پيدا کوي.
- مالداره سودخور چونکه پر صحيح سيده لاره باندي د کاروباري چا سره د شراکت معامله نه کوي چي د ده سره هغه په نفع او نقصان کي برابر شريک وي ځکه سودخور دا فکر کوي، چي په دغه کاروبار کي د تاجر څومره نفع ده زه به په هغه اندازه سود ورڅخه واخلم.
- کله ناکله د غټو غټو صنعتي او تجارتي شرکتو لپاره سرمايه د قرض په توګه اخلي او پر هغه باندي هم يو معلوم سود مقرروي، او هغه قرض عموماً د لسو، شلو او دېرشو کلونو لپاره اخلي او د ټوله مودې لپاره لکه مخکي چي وويل سول يو معلوم سود اخلي، په دغه وخت کي د دغي خبري هيڅ لحاظ نه کوي چي آينده به د بازار په نرخ کي زياتوب او کموالی پيدا کېږي او دا معلومه خبره ده چي د بازار قيمتونه کښته او پورته کېږي، او يو څوک د لسو يا شلو کلونو لپاره يو معلوم سود ټاکي، دا نه انصاف دئ او نه د معاشي اصولو د لحاظ دې ته صحيح ويل کېدای سي)۱(.
بيع فاسد ياباطل دسود (ربا) حکم لري؟:
هر هغه بيع و شرا (راکړه ورکړه) يا اجاره يا شراکت يا د تجارت نور صورتونه که د شريعت مقدسه له نظره هغه فاسد يا باطل وي ځيني يې په حکم کي د سود (رباء) دي.)۲(
منبع: سود د قرآن او حدیث په رڼا کي|تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه.
مؤلف: حافظ مولوي محمد مجاهد.
)۱( مسئله سود: ص ۱۳۵.
)۲( لان الربا هو الفضل الخالي عن العوض ، وحقيقة الشرط الفاسدة هي الزيادة ما لايقتضيه العقد…عن العوض فهو الربابعينه .ردالمختار: ج ٧، ص ٤١٧.ط : دارالتراث بيروت.