د سهار لمونځ کونکی د الله تعالی په ذمه کي دی(الحدیث)
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: چا چي د سهار لمونځ په جماعت وکړی هغه د الله (تعالی) په عهد او امان کي دی.(مسلمانان دي ددغسي شخص سره بد سلوک نه کوي او یا مسلمان دي د لمانځه په پرېښولو دا عهد او امان نه ماتوي)
من صلى الصبح في جماعة فهو في ذمة الله. (مجمع الزواید، کنزالعمال، المسند المستخرج على مسلم)