مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د سهار خوب

د سهار خوب

د سهار د خوب اړوند لاندي خبري د فکر وړ دي:


۱: د #سهار خوب ګناه نه لري خو لاندي نکتې پکښي سته:

الف: رسول اللهﷺ هيڅکله تر لمر را ختلو مخکي نه دی بيده سوی.

که دسهار خوب ګټمن وای يو وخت به د رسول اللهﷺ هم دغه وخت بيده سوی وای

ب: الله جل جلاله رسول اللهﷺ ته حکم کړی دئ چي تر لمر را ختلو مخکي په تسبيح ویلو بوخت سه. که څوک بيده سي د تسبیح ويلو نبوي سنت به ځني پاته سي ځکه رسول اللهﷺ ټول عمر الهي حکم عملي کړی وو سهار تر لمر ختلو مخکي به يې تسبيح ويلې

ج: رسول اللهﷺ دعا کړې ده چي يا رب! زما امت ته دسهار په وخت کي برکت واچوي.

که څوک دغه مهال بيده سي نو برکت وخت يې د لاسه ورکړی په تجارت کي به يې برکت کم سوی وي.

د: حضرت عمر فاروق رضي الله عنه فرمايي: دسهار خوب په بدن کي غير نارمل حرارت پیدا کوي، فکري خوشالي له لمنځه وري، او جنسي قوت کمزوری کوي.

ه: حضرت علي رضي الله عنه دسهار خوب ناپوهي بللې ده.

و: ابن عباس رضي الله عنهما خپل زوی د سهار پر خوب وليدی ، ولاړ يې کړئ او ورته وې ويل: مه بيدېږه دا د رزق وېشلو وخت دئ.

۲: که #څوک بد خابه وي ، يا هم ناروغه وي او يا هم بل وخت د خوب نه لري د فتوا له مخي پر دغه خوب منع نسته.
۳: #علماوو تجربه کړې ده چي که د چا په رزق کي برکت نه راتلی يوه نسخه يې داده چي د سهار خوب دي نه کوي وختي دي کاروبار ته ولاريږي.
۴: #د حدیث مفهوم دئ ، چي که څوک په تجارت کي برکت غواړي نو سهار وختي دي پيل په وکړي. رسول اللهﷺ به جهادي ډلي سهار وختي لېږلی.
۵: #که څوک تر لمر ختلو ويښ وي وروسته بيديږي نو که يې کار درلودی ګټه يې داده چي کار دي وکړي غرمه دي بيده سي هم به يې د غرمې د خوب سنت عملي کړی وي او هم به يې په کار برکت وي او که يې کار نه در لودی بيا هم د سهار تر خوب د غرمې خوب ورته ګټمن دئ.
۶: #د رسول اللهﷺ څخه داسي حديث ثابت نه دئ چي د سهار خوب پکښي په ښکاره منع سوی وي.

يادونه:

که مو مناسب بلل نور هم په خبر کړئ!
په درنښت ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد ۷ رجب المرجب ۱۴۴۲ ه ق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …