مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د زلزلې پر مهال مهم نکات!

د زلزلې پر مهال مهم نکات!

په مطالعه بوخت وم ناببره مي څو ثانيې د زلزلې ټکان محسوس کړه سخت وبېرېدم.
ژر هغه قومونه راياد سوه چي په قران کي الله جل جلاله ياد کړي دي چي په خواږه ژوند به بوخت وه سخته زلزله به باندي راغله ټول به يې هلاک کړل.

څو خبري ممهي بولم:


۱: د زلزلې د تکان پر مهال يا هم وروسته لاندي دعا ووایاست:
اللهم انك انت الله لا اله الا انت .. انت الغني ونحن الفقراء نحن عبيدك بنو عبيدك نواصينا بيدك، ماض ٍ فينا حكمك، عدل فينا قضاؤك، لا ملجا ولا منجا منك الا اليك
اللهم ادفع عنا وعن اهل العيص البلا والبراكين والزلازل والمحن وجميع الفتن ما ظهر منها وما بطن
اللهم اني استودعك جميع المسلمين والمسلمات في هذه البلاد وفي العيص خاصة واجعل مااصابهم خيرونعمة عليهم، اللهم احفظهم وانت خير الحافظين.
۲: زلزله د الله جل جلاله په اراده رامنځته کيږي خو معنوي او ظاهري اسباب لري ځکه نو ليري نه ده چي تر وخت مخکي پيش بيني سي ٬ يا هم ناببره وسي چي هيڅ وسيله يې هم وړاندي علامه ونه ښيي.
۳: انسان بايد ضرور اعمالو ته متوجه سي. استغفار ٬ صدقه٬ ذکر لمونځ او داسي نور اعمال پيل کړي.
۴: د زلزلې پر مهال خپل حواس قابو کول پکار وي زيات وخت خلک د وارخطايۍ څخه ځانونه خوږ کړي‌.
۵: تر تکان محسوسېدو وروسته دوه کاره پکار دي:
الف: د راتلونکي لپاره په اعمالو کي تغير را وستل ٬ د زلزلې څخه د نجات معنوي لاره ده.
ب: د زلزلې دڅخه د نجات لپاره لنډ مهاله کورس ويل او بيا د کورنۍ غړو ته ورښودل څو په راتلونکي کي د زلزلې پر مهال استفاده ځني وکړي ځکه دنيا دار الاسباب ده همدا دنجات ظاهري لار ده.
٦: د لاندي ايتونو په ترجمه کي ښه غور وکړئ:
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَآ إِلٰىٓ أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَأَخَذْنٰهُم بِالْبَأْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ.
فَلَوْلَآ إِذْ جَآءَهُم بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلٰكِن قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطٰنُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِۦ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوٰبَ كُلِّ شَىْءٍ حَتّٰىٓ إِذَا فَرِحُوا بِمَآ أُوتُوٓا أَخَذْنٰهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ.
فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُوا ۚ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ.

ترجمه:
ستا څخه مخکي موږ ډېرو قومونو ته پېغمبران لېږلي او هغه قومونه مو په کړاوونو او غمونو اخته کړل، تر څو هغوى له عاجزۍ سره زموږ په وړاندي سر ښكته کړي.
نو كله چي زموږ له لوري پر هغو سختي راغله، نو هغوى ولي عاجزي غوره نه کړه؟ – خو زړونه يې لا نور هم سخت شول او شيطان هغوى ته ډاډېنه ورکړه چي تاسي چي څه كوئ، ښه كوئ.
بيا كله چي هغوى هغه نصيحت هېر کړ چي ورته شوى ؤ، نو موږ د هر ډول سوكالۍ دروازې د هغو لپاره پرانيستې. تر دې پوري چي كله هغوى په هغو نعمتونو کښي چي وربښل شوي ول، ښه ډوب شول. نو موږ په ناڅاپي ډول هغوى ونيول او په دې وخت کښي د هغو دا حالت ؤ چي له هري ښېګڼي څخه ناهيلي ول.
په دې توګه د هغو خلكو سټه ويستله شوه چي ظلم يې کړی ؤ. او ثنا، ستاينه د کائیناتو د پالونکي لپاره ده (چي د هغوى سټه یې ويستله).
كه مو مناسبه يا اړینه ګڼل نور هم په خبر کړی.
ستاسو ورور:
عبدالهادي حماد، ۲۲/ ذوالقعده ۱۴۴۰ ه ق، کندهار.

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …