د روژي مهم سنتونه او مستحبات
١ : دلمر لوېدو سره سم دستي روژه ماتول.( ا لدر المختار صـ۴59 ج ۳)
٢ : روژه په خرماسره ماتول، که خرما نه وي نو بيا په اوبو سره روژه ماتول فضيلت لري.( الترغيب ج ۲ صــ ۱۴۳.)
٣ : په کوم شي چي روژه ماتوي هغه شي به طاق وي، مثلا درې ، پنځه او داسي نور.( الترغيب ج ۲ صــ ۱۴۳.)
دروژه مات په وخت کي دا دعا ويل : )اَلَّلٰهُمِّ لَكَ صُمْتُ وَبِكَ آمَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَ عَلٰى رِزْقِكَ اَفْطَرْتُ وَ صَوْمَ الْغَدِّ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانِ نَوَيْتُ فَاغْفِرْلِيْ مَا قَدَّمْتُ وَمَا اَخَّرْت( (هنديه ج ۱صــ ۲۰۰.)
٤ : په پېشلمي خوراک کول که څه هم لږ وي ، که يې هيڅ خوړو ته زړه نه کېدئ اوبه دي وڅيښي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : پېشلمى کوئ ، په پېشلمي کي برکت دئ.( ترغيب ۱۳۹ ج ۲.)
٥ : دپېشلمي وخت دشپې آخره حصه ده ، په پېشملي کي چي څومره ځنډ وسي بهتر دئ خو دومره نه چي دسهار کېدو وېره وي.( الدر المختار مع رد المحتار صــ ۴۵۹ ج ۳.)
٦ : ځان او ژبه دحرام کارونو څخه ځان ساتل لکه غيبت کول ، درواغ ويل ، چغلي کول، جنګ کول او داسي نور ، که څه هم دنوموړو کړنو څخه هر وخت دځان ساتنه لازمي ده خو په دې ورځو کي به په ځانګړي توګه پر ځان ساتني باندي ټينګار کوي.( معارف السنن ج ۵ صــ ۳۶۸.)
٧ : قريبان ، دوستان اونور محتاج کسان په صدقاتو سره نازول ځکه چي په دې ورځو کي صدقات تر نورو ورځو زيات فضايل لري.( هنديه ج ۱صــ ۲۰۰.)
٨ : دعلم په حاصلولو ، تلاوت کولو ، ذکر کولو ، په درود شريف ويلو او اعتکاف کولو ځان بوخت ساتل څومره چي يې توان وي.( رد المحتار صـ ۵۰۱.)
٩ : د روژې د نيت الفاظ په ژبه سره ويل سنت او مستحسن دئ.( ردالمحتار مع الدر المحتار صــ ۳۹۸ ج ۳.)
١٠ : په روژه کي مسواک وهل (بحر الرائق ج ۲صـ ۴۴۱ )
مفتي عبدالهادي حماد
حمادیه اسلاميه مدرسه ، کندهار