رباء د لغت په اعتبار د زياتي او ډېروالي په معنی راځي او د شريعت مقدسه په اصطلاح کي داسي زياتوالي ته ويل کېږي، چي بېله يوې مالي معاوضې څخه حاصل سي.
الرِّبَا فِی اللُّغَةِ الزِّيَادَةِ وَالْمُرَادُ فِی الآيَة کُل زِيَادِةٍ لاَيُقَابِلُهَا عِوَضٌ)۱(.
تشريح:
په دغه تعريف کي هغه زياتوالی د پيسو هم داخل دئ چي د پور (قرض) په ورکولو باندي حاصلي سي، ځکه د مال په عوض کي رأس المال (قرض) پوره ور رسېږي او کوم د پيسو زياتوالی چي د سود په نامه اخيستل کېږي هغه بېله معاوضې دئ.
د بيع او شراء (راکړي ورکړي) هغه صورتونه هم په دغه کي داخل دي، په کوم صورت کي چي يو څه زياتوالی بېله معاوضې (عوض) حاصل سي. که څه هم په جاهليت کي د عربو په زمانه کي د رباء لفظ يوازي د اول ډول لپاره ويل کېدی او دوهم ډول په رباء کي داخل نه بلل کېدی.
په عربو کي اکثر د رباء رواج دا ډول وو، چي يوه معلومه اندازه پيسې د معلومي مودې لپاره په معلومه اندازه سود باندي ورکول کېدې، قرض خواه (پوروړي) که په هغه معلومه موده کي ورکړي وای نو هغه معلومه اندازه سود يې ورڅخه اخيستی او که چيري قرض خواه (پوروړي) تر هغه معلومي مودې ځنډولي وای نو د راتلونکي لپاره يې نور سود پر زياتوی.
د رباء پر دغه تعريف باندي دغه حديث صادق راځي)۱(:
کُلُّ قَرْضٍ جَرَّ مَنْفَعَته فَهُوَ رِبوا.
ترجمه: پر هر قرض چي څه نفع پيدا کړي هغه رباء ده.
د ربا تعريف او د سود او رباء فرق:
قرآنکريم چي د رباء په لفظ سره کوم شی حرام بللی دئ د هغه ترجمه او معنی د پښتو ژبي د تنګوالي له وجي عموماً د سود په لفظ سره تعبيرېږي، ځکه چي عموماً دا فکر کېږي، چي رِباء او سود په عربي او پښتو کي د يوه شي دوه نومونه دي، ليکن په حقيقت کي داسي نه ده، بلکي رباء يو عام او وسيع مفهوم لري، که څه هم مروج سود د رباء د يو قسم يا د فرد حيثيت لري.
مروج سود يو معلوم مقدار پيسې د معلوم ميعاد لپاره په پور ورکول او پر دغه پور باندي د معلومي نفعي او ګټي اخيستلو نوم دئ. بېشکه دا هم د رباء په تعريف کي داخل دئ، مګر بيا هم د رباء مفهوم او معنی نوره هم ډېره وسيع ده، چي په هغې کي معاملات، بيع او شراء (خرڅول او رانيول) هم داخل دي، که څه هم په هغه کي قرض (پور) بالکل نه وي.
د جاهليت په زمانه کي هم عموماً رباء يوازي دغه ته ويل کېده او بلل کېده چي په اوسني وخت کي سود ورته ويل کېږي)۱(.
په جاهليت کي رباء څه ډول وه؟
د جاهليت په زمانه کي اصطلاحي رباء د هغه زياتوالي نوم وو، چي د قرض (پور) د مهلت په بدله کي د مديون (پوروړي) څخه اخيستل کېدی.
اَلرِّبَا رَبْوَانِ وَالْحَرَامُ کُلُّ قَرْضٍ يّوْخَذُ بِه اَکْثَرُ مِنْهُ اَوْ يُجَرُّ بِه مَنْفَعَةٌ)۲(.
ترجمه: رباء دوه قسمه دئ، او حرام هر هغه قرض دئ، چي پر هغه باندي څه شی زيات واخيستل سي، يا د قرض څخه څه منفعت حاصل سي.
منبع: سود د قرآن او احادیثو په رڼا کي/ تعلیم القرآن راډیو اداره.
)۱( احکام القرآن: ابن عربي.
)۱( اسلام اور جديد معاشی مسائل: ج ٦، ص ۲۲۷.
)۱( اسلام اور جديد معاشی مسائل: ج ٦، ص ۲۲٦.
)۲( لسان العرب: ص …