مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د حضرت شمس تبریز بابا لنډه پيژندنه!

د حضرت شمس تبریز بابا لنډه پيژندنه!

شمس تبریز بابا لمر را کښته کړئ!

دا قصه مي له ماشومتوبه اورېدلې وه چي شمس تبريز بابا لوی بزرګ وو ، خپل نفس يې د هر ډول خواهشاتو منع کړی وو ، دنفس کمزوري کولو لپاره يې هر ډول رياضت کاوه تر ډېرو لوږو وروسته يې د خپل نفس سره وعده کړې وه چي يوه ګوله غوښي به ورکوي کله چي هغه وخت پوره سو نو يو قصاب ته ورغلی چي يوه ټوټه غوښه ورکړي قصاب نه ورکول څو قصابانو جواب کړ آخر يوه قصاب يوه کوچنی ټوټه غوښه ورکړه ، بیا چا نه ور پخول مجبور سو کرامت يې ښکاره کړئ ، لمر ته يې حکم وکړ چي راکښته سي لمر را کښته سو چي دده کباب پوخ کړي ، پر انسانانو سور اور بل سي چيغي يې کړې چي لمر پورته کړه ، ده نه پورته کاوه کله چي دده کباب پوخ سو لمر ته يې د پورته کېدو حکم وکړ لمر پورته سو خو دې خلکو ته يې ددوی د لا وبالۍ په وجه دا سزا ورکړه چي پر دغه سيمه به تر نورو سیمو لمر يو څه راکښته وي ، حرارت به يې زيات وي، د قصه کونکو په روايت دغه سيمه د پاکستان د ملتان سيمه وه چي اوس هم ګرمي ورباندي زياته ده.

حال دا چي دغه قصه حقيقت نه لري!

ددغه بزرګ د حقيقت او يو لړ نورو خبرو اړوند لاندي خبري مطالعه کول وزغمئ:
۱: د شمس تبريز بابا پوره نوم شمس الدین التبريزي دئ د ايران په تبريز ښار کي په ۱۱۸۵ ميلادي کي زېږېدلی دئ د پلار نوم يې علاء الدين دئ.
۲: مشهور صوفي شاعر دئ ، البته زيات شعرونه يې په فارسي ويلي دي لږ يې په عربي او ترکي هم ويلي دي په ډېرو ښارونو کي اوسېدلی دئ لکه بغداد ، حلب ، دمشق ، قيصري ، أكساراي ، سيفاس ، أرضروم ، أرزبايجان او داسي نور په ۱۲۴۰ ميلادي سنه کي د ترکيې قونيې ښار ته راغلی دئ.
۳: شمش الدين تبريزي د دومره معنوي ځواک لرونکی وو چي د الهي عشق د ډګر نوميالی اتل مولانا جلال الدين بلخي (رومي ، قونوي) يې په ملاقات تارک الدنيا و ګرځاوه، په ظاهر او معنی کي يې ځانګري کمالات درلوده ، د مولانا رحمه الله سره یې يو ځای څلوېښت ورځي خلوت وکړ ، چي هغه بیا يو بل اوږد بحث دئ.

۴: دترکيې په قونيه ښار شمس الدين تبريزي رحمه الله ته منسوب يو زيارت سته ، هغه زیارت ته زه ورغلم د دباندي ودانۍ څخه مي يو تصوير واخيستی ددغه ليکني سره مي ضميمه کښېښودئ ، چي تاسو يې ووينئ ځينو مورخينو دغه زيارت دده بللی دئ او دده وفات يې په ۱۲۴۸ ميلادي سنه کي ښوولی دئ خو تحقيق دادئ چي دا دده قبر نه دئ بلکي د اذربایجان په خوی ښار کي يې زيارت دئ.


۵: داچي دده قبر اختلافي دئ وجه داده چي دده د مرګ په اړه درې خبري سته:
الف: په قونيه ښار کي په مبهم شکل وفات سو او په قونيه کي وې زيارت دئ چي يادونه مو يې وکړه.
ب: دشپې وواتی ورک سو ډېر وخت وروسته معلومه سوه چي د اذربایجان په خوی ښار کي وفات سوی دئ او هم هلته يې زيارت دئ.
ج: يوه رومي واکمن وواژه په يوه څاه کي يې وغورځاوه چي درک يې نه دی معلوم سوی.
۶: هر خبره د اورېدلو وي خو هره خبره د منلو نه وي بناء په شروع کښي چي کومه قصه ما وليکل د لاندي‌ وجوهاتو څخه صحيح نه ده:
الف: شمس الدين تبريزي د پاکستان ملتان ښار ته نه دی تللی.
ب: اولياوو ته کرامت ثابت دئ دا زموږ عقيده ده خو اولياء هيڅکله عامو خلکو ته ازار نه ورکوي.
ج: ديوې سيمي بې ګناه خلک تر قيامته دلمر په عذاب اختل کول د الهي عدل تقاضا نه ده، دالهي عدل خلاف عمل کرامت نه دی.
۷: اولياوو ته کرامت ثابت دئ خو د اولياوو په محبت کي دومره مبالغه کول چي درواغ وي دا د اولياوو سره محبت نه بلکي د هغوی مخالفت دئ.

يادونه!

پورته ليکنه زما د سفرنامو يوه برخه ده چي يو وخت به د کتاب په شکل چاپ سي دغه يوه برخه يې اوس ما مفيده وبلل.
که تاسو هم اړينه بلل د نورو سره يې شريکه کړئ!
په درنښت ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد ۱۶ رجب المرجب ۱۴۴۲ ه ق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …