د حضرت ابوبکر رضی الله عنه د بيت المال څخه عاشه (خوراکه)
حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د ټوکرانو تجارت کاوه او ددې لاري يې د خپل کور ګزاره کوله – کله چي خليفه سو نو ددود مطابق يې څو پټوان پر لاس واچول او د خرڅولو لپاره يې بازار ته تشريف يووړى حضرت عمر رضی الله عنه په مخه ورغلى پوښتنه يې ځني وکړه چي کومي خواته ځې؟ ده مبارک ورته وويل چي بازار ته ځم عمر رضی الله عنه ورته وويل: که چيري ته په تجارت اخته سي نو د خلافت کار به څنګه کيږي؟ ابوبکر رضی الله عنه ورته وويل چي اولادو ته خوراکه د کومي لاري برابره کړم عمر رضی الله عنه ورته وويل چي ابو عبيده رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم د امانت ساتونکى لقب ورکړى دى هغه ته به ورسو چي ستا لپاره د بيت المال څخه يو شى مقرر کړي دوى مبارکان و ابوعبيده رضی الله عنه ته ورغله ابوعبيده رضی الله عنه و ابوبکر رضی الله عنه ته دومره معاش مقرر کړى چي په اوسط ډول يې يو مهاجر ته مقرر کړى و يعني تر دغه نه زيات او نه کم وو .
يوه ورځ د ابوبکر رضی الله عنه بي بي دده مبارک څخه غوښتنه وکړه چي يو خواږه شى ته مي زړه کيږي ابوبکر رضی الله عنه په جواب کي ورته وويل: زما سره خو پيسي نسته چي داشى درته رانيسم ؟ بي بي ورته وويل: چي زه به د هري ورځي د خوراک څخه لږ ــ لږ بچت کوم څو ورځي وروسته به دومره پيسي سي چي زه هغه شى په واخلم ده مبارک اجازه ورکړه بي بي مبارکي په څو ورځو کي يو اندازه پيسې سره يو ځاى کړې حضرت ابوبکر رضی الله عنه ورته وفرمايل: د تجر بې څخه دا معلومه سوه چي دومره پيسې چي تا بچت کړ ى دي دا مونږ ته د بيت المال څخه زياتي راکول کېدي (ځکه موږ په بيت المال کي دومره حق لرو چي ګزاره په وکړو نو تاچي دومره پيسې بچت کړې ددې څخه معلومه سوه چي ته په پاته پيسو ګذاره کولاى سې ) نو ده مبارک هغه پيسې چي بي بي جمع کړي وي هغه يې بيرته بيت المال ته وسپارلې او په راتلونکي کي يې د خپلي تنخواه څخه دومره پيسې کمي کړي چي بي بي جمع کړ ي وې.
فايده: دومره لوى خليفه چي لومړى يې خپل تجارت کاوه او دده داړتياوو لپاره يې بسنه کول لکه څرنګه چي دده داعلان څخه هم معلوميږي اوهغه روايت يې هم تائيد کوي کوم چي په بخاري شريف کي د عايشې رضی الله عنه په روايت کي راغلى دئ :کله چي ابوبکر رضی الله عنه خليفه جوړ سو نو وې فرمايل: چي زما قوم ته داخبره معلومه ده چي زما کارو بار تجارت و او زما د اولادو لپاره يې بسنه کول خو اوس د خلافت په وجه د مسلمانانو په چوپړ کي مشغولتيا ده اوس زما لپاره د بيت المال څخه يو څه مقرريږي چي زما د اولادو لپاره بسنه وکړي. ددې سره سره کله چي دى وفات کي دئ وعايشې رضی الله عنها ته يې و صيت وکړى: چي زما په کور کي که د بيت المال څخه يو شى و هغه و نوى خليفه ته و سپاره. حضرت انس رضی الله عنه فرمايي: دابوبکر رضی الله عنه د وفات څخه وروسته دده مبارک د کورنۍ سره پيسي نه وې مګر يوه د شېدو اوښه، يوه پياله او يو خادم و په ځينو رواياتو کي تلتک اويوه کمبله هم راغلې ده کله چي عمر رضی الله عنه خليفه سو نو دغه شيان ورته و سپارل سوه ده مبارک وويل: الله جل جلاله دي پر ابوبکر رضی الله عنه رحم وکړي خپل پاته اولادونه يې په سختى کي پرېښودل.([1])
مأخذ: د اصحابو قصي.
mainly top [url=http://cavalrymenforromney.com/#]cenforce 100[/url] pray wake full storage cinforce virtually boyfriend cenforce 100 flat
dance http://cavalrymenforromney.com/
gradually [url=https://viagraivo.com/#]buy viagra online cheap[/url] best
generic viagra reviews buy discount generic viagra assumption https://viagraivo.com/
fruit [url=https://chloroquinego.com/#]chloroquine is classified as[/url] important chloroquine discovered
by origin https://chloroquinego.com/
azithromycin dosage
azithromycin no prescription
azithromycin online cheap