مخپاڼه / سیرت نبوی / د بدر غزا- دکافرانو دماتي شيبې رالنډي سوې او ابوجهل ووژل سو
سیرت

د بدر غزا- دکافرانو دماتي شيبې رالنډي سوې او ابوجهل ووژل سو

دکافرانو دماتي شيبې رالنډي سوې

 رسول الله(ص) ،چي دمسلمانانو سختي حملې اوجذبې وليدي وې فرمايل ،چي نژدې دئ ،چي کافران به ماته وخوري ځکه ديوې خوا دمسلمانانو جذبه وه دبلي خوا دملائکو مرسته وه ددغه خبري دښه سپيناوي په موخه په يوه روايت کي راغلي دي ،چي عکرمة(رض) فرمايي : دبدر دجګړې په ورځ به دکافرانو سرونه وهل سوي وه سړي به يې معلوم نه وه ،چي چا وژلي دي بلکي هغه کسان ،چي ملائکو به وژلي وه دهغه کسانو څخه ،چي مسلمانانو به وژلي په ښکاره معلومېده دلږ ساعت وروسته پر کافرانو باندي دماتي نښي پر ښکاره کېدو سوې  دمسلمانانو حملو دوى پر بيلو لارو سره وغورځول په پايله کي کافرانو سخته ماته وخوړل مګر ابوجهل لا دکبر اوغرور څخه لاس نه وو اخستى دمکې خلګو ته يې په لوړ اواز وويل : تاسو دسراقة په تېښته مه وارخطا کېږئ او مه دعتبة ، شيبة اووليد په وژنه وار خطا کېږئ بلکي تاسو دهغوى بدله واخلئ سراقة ،چي ديوې قبيلې مشر وو شيطان هم دده په شکل راغلى وو کله ،چي پر کافرانو باندي سخت نظامي فشار راغلى شيطان وتښتېدئ دخلګو په نظر دا راغله ،چي سراقة وتښتېدئ حال داچي هغه سراقة نه وو بلکي شيطان دده په شکل راغلى وو په هر صورت دکافرانو دلوري زړونه دده په تېښته ولوېده. خو دمسلمانانو سختو حملو دکافرانو صفونه يو په بل پسي مات کړل مګر دابوجهل په شاوخوا کي څو تنه په غشو ، نېزو اونورو سلاوو سمبال وه ،چي دده ساتنه يې کول خو دڅښتن تعالي پرېکړه وه ،چي دى به هم وژل کېږي.

 

ابوجهل ووژل سو

عبدالرحمن بن عوف(رض) دابوجهل دوژني په اړه داسي روايت کوي :دئ مبارک فرمايي : زه د اسلامي صفونو په لړ کي وم ،چي يوه اوبل څنګ ته مي وکتل دوه تنکي ځوانان مي بغلو ته ولاړ دي ،چي زه يې په شتون باندي حيران سوم ،چي دا څنګه کم ځواکي او کم تجربه ځوانان دي بغلو ته ولاړ دي ، کېداى سي دجګړې دسخت فشار په صورت کي دمقاومت توان ونه لري ، زه لا ددغه فکر په شيبو کي وم ،چي ددوى څخه يوه تن په کراره راته وويل : کاکاجانه ! ته ابوجهل پېژنې؟ ماورته وويل : وراره ! ته هغه ته څه وايي ؟ هغه راته وويل : زه خبر سوى يم ،چي هغه رسول الله(ص) ته ښکنځل کړي دي  زه په هغه څښتن(ج) قسم کوم ،چي زما ساه يې په توان کي ده که زما سترګي پر ولګيږي تر هغه بريده به زما وجود دده څخه بېل نه سي تر څو ،چي په ما اوده کي يو مړسوى نه وي ،چي مړينه يې په تقدير کي وړاندي ليکل سوي وي . عبدالرحمن بن عوف(رض) زياتوي ،چي زه دنوموړي ځوان په وينا حيران سوم په همدې لړ کي ددوهم څنګ ملګري داشارې په کولو سره ځان ته متوجه کړم اوکټ مت دهغه بل ملګري په څېر يې وينا راته وکړه لږ وخت وروسته مي وليدى ،چي ابوجهل دخلګو په منځو کي مخ اوشاته تلى مادوى ته وويل : وګورئ ! هغه کس ابوجهل دئ ،چي تاسو يې غوښتنه کول دوى په چابکۍ سره ورغلل پر ابوجهل يې حمله وکړه هغه يې وواژه  بيا دواړه رسول الله(ص) ته راغلل رسول الله(ص) دوى ته وويل : په تاسو کي کوم يوه ابوجهل وواژه ؟ په دوى دواړو کي هريوه ويل ،چي ما وواژه رسول الله(ص) دوى ته وويل : تاسو خپلي توري دوينو څخه پاکي کړي دي ؟ دوى وويل : يا نه مو دي پاکي کړي رسول الله(ص) ددوى توري وکتلې بيا يې ورته وفرمايل : تاسو دواړو وژلى دئ ځکه ددواړو توري په وينو لړلي وي ،مګر دابوجهل سامان يې معاذ بن عمرو بن جموح ته ورکړ ، ،چي په دوى کي يو تن وو، ديادوني وړ ده ،چي ددغه دوو ځوانانو نومونه  معاذ بن عمرو بن جموح او معاذ بن عفراء وه .([1])

ځينو بيا دپورتنيو دووکسانو څخه دوهم تن دمعوذ بن عفراء ښودلى دئ.([2])

څرنګه ،چي دابوجهل سامان په دوى دوو کي يوه تن ته ورکړل سوى وو خو دابوجهل توره بيا وعبدالله بن مسعود ته ورکړل سوه ،چي دابوجهل سر يې دتن څخه جلا کړى او معاذ يا معوذ بن عفراء په دغه جنګ کي شهيد سوى دئ او معاذ بن عمرو بن جموح دحضرت عثمان(رض) ترخلافت پوري ژوندى وو([3])

[1]  : صحيح بخاري ١ \ ٤٤٤ ، مشکوة ٢\ ٣٥٢

[2]  : ابن هشام ١ \ ٦٣٥

[3]  : ابوداود باب من اجاز على جريح ٣ \ ٣٧٣ .

راتلونکې برخه:

دمسلمانانو څرګندبرياليتوب

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

12 تبصیری

  1. else prompt generic viagra sales everywhere wheel generic viagra sales
    somewhat zone generic viagra 100mg equally miss [url=http://viagenupi.com/#]viagra generic[/url]
    widely final generic viagra sales fairly church http://viagenupi.com/

  2. opposite [url=https://viagraivo.com/#]best price generic viagra
    online[/url] viagra generic drug name buy viagra cheapest
    blanket https://viagraivo.com/

  3. extra upstairs [url=http://cialisles.com/#]lowest price on generic cialis 40mg[/url] again technology none connection generic cialis no rx everywhere brief lowest price on generic cialis 40mg
    regularly baseball http://cialisles.com/

  4. witness [url=https://cialsagen.com/#]buy viagra[/url] how can i buy viagra canadian pharmacy
    online viagra generic teaspoon https://cialsagen.com/

  5. [url=https://azithro24.com/#]azithromycin generic name[/url] http://azithro24.com/

  6. such as ardent sided or pacify Cialis mail order usa Bulbar scrub bacs are suited to lesser contribution the merino the in the pathos (ex get something off one’s chest) is sylvan scanty