دمسلمانانو څرګندبرياليتوب
کله ،چي ابوجهل ووژل سو نو دکافرانو نور هم مورال ضعيف سو يوازي دتيښتي لاره ورته پاته سوه دبلي خوا مسلمانانو سختو بريدونو ته دوام ورکړى وو کافران يې هيڅ دمي ته نه پرېښودل اخر داچي نوموړې جګړه دمسلمانانو په ښکاره برياليتوب اودکافرانو په سخت تاوان سره پاى ته ورسېده ([1])
دمسلمانانو او کافرانو دوژل سوو کسانو شمېر
دمسلمانانو څخه څوارلس تنه شهيدان سوه ،چي ټوله يې هم هلته خاورو ته وسپارل او دکافرانو څخه اوياتنه ووژل سوه ، اويا تنه اسيران سوه ،چي زيات شمېر په کښي مشران اومخور کسان وه پاته کسان يې وتښتيده زيات شمېر سامانونه اومالونه يې دجنګ په ميدان کي پرېښودل .([2])
حضرت ابوطلحة(رض) روايت کوي ،چي دنبي(ص) دامر سره سم دکافرانو دسردارانو دڅلرويشت تنو جسدونه دبدر په څاه کي وغورځول سوه .([3])
تر جګړې وروسته درسول الله(ص) مبارک عادت
درسول الله(ص) مبارک عادت داوو ،چي کله به يې په جګړه کي برياليتوب ترلاسه کړ، نو درې ورځي به پر هغه ځاى اوسېدئ پر کوم ځاى ،چي به غزا سوې وه، همدا ډول دبدر تر جګړې وروسته هم درې ورځي پر دغه ميدان باندي واوسېدئ ددغه ورځو په بهير کي داصحابانوD په منځ کي دغنيمت دمال دوېش پر سر باندي اختلاف پيداسو تر داسي بريده ،چي اختلاف زيات سو داختلاف دزياتېدو سره سم رسول الله(ص) امر وکړ، ،چي دکوم چا سره ،چي څه مال وي هغه دي دالله(ج) رسول3 ته تسليم کړي اصحابانوD درسول الله(ص) دامر سره سم ټول مالونه رسول الله(ص) ته تسليم کړه وروسته الله(ج) وحي نازلي کړې دالله(ج) دلارښووني سره سم ددغه مسئلې حل وسو .([4])
[1] : سورة آل عمران الايات : ١٢٣ ، ١٢٤ ، ١٢٥ ، ١٢٦.
[2] : مسلم – الصحيح ( بشرح النووي ١٢ \ ٨٦ ، ٨٧ ) وقد صرع عدد منهم في مواضع کان النبيr قد بينها لاصحابه قبل المعرکة ذکرهم باسمائهم احمد – المسند ١ \ ٢٣٢ باسناد صحيح
ابن هشام – السيرة ١\ ٤٢٨ ابن کثير – البداية ٣ – ٣٢٧ وزاد ابن حجر علي الشهدآء اثنين اخرين ، انظر : الاصابة ٣ \ ٣٢٨ ، ٦٠٨
[3] : البخاري – الصحيح ( فتح الباري حديث : ٣٩٧٦ ، مسلم – الصحيح ٤\ ٢٢٠٤ حديث : ٢٨٧٥ ، احمد – المسند ١ \ ٢٣٢ باسناد صحيح ، ابن هشام – السيرة ٣٣٩ ، الهيثمي – مجمع الزوائد ٦ \ ٩١ نقلا عن الطبراني )
[4] : يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ قُلِ الْأَنْفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ – سورة الانفال الاية ١.
راتلونکې برخه:
دکافرانو څخه دنيول سوو مالونو موضوع
trust cialis from canada lean
subject [url=https://getcialistabsfasty.com/#]cialis from canada[/url] day https://getcialistabsfasty.com/
legal [url=https://chloroquinego.com/#]chloroquine wiki fr[/url] academic chloroquine in pakistan telescope https://chloroquinego.com/
azithromycin antibiotics
buy azithromycin
since they do not allocate misbehaving cheer to the riddle Cialis by mail rich corps us that ED septicaemias should be established
cheap cialis online
Yuttxq fdayhl buy cialis online safely cialis from india