دقريشو درې تنه پهلوانان ووژل سوه
تر پورتنۍ پيښي وروسته دقريشو دلوري څخه درې تنه هر يوعتبه ، شيبة او وليد راووتل او دمسلمانانو څخه يې دخپلو سيالانو غوښتنه وکړه ترڅو ددوى سره مقابله وکړي او ورسره وجنګيږي دمسلمانانو دلوري څخه عوف(رض) ، معوذ(رض) اوعبدالله بن رواحة(رض) وروتل کافرانو پوښتنه ځني وکړه ،چي تاسو څوک ياست ؟ مسلمانانو ورته وويل ،چي موږ انصار مسلمانان يو کافرانو ورته وويل ،چي تاسو خو دمدينې خلګ ياست زموږ ستاسو سره هيڅ کار نسته موږ ته دي دخپل قوم څخه سيالان راووزي ،چي ورسره مقابله وکړو بيا يې په لوړ اواز وويل: اې محمد(ص)! زموږ دقوم سيالان را ولېږه! رسول الله(ص) وعبيدة بن حارث(رض) ، حمزة(رض) اوعلي(رض) ته وفرمايل : ولاړ سئ ! دکافرانو مقابلې ته ورسئ دوى مبارکان درسول الله(ص) دامر سره سم ولاړ سوه دستي ور روان سوه کله ،چي ورنژدې سوه هغوى پوښتنه ځني وکړه ،چي تاسو څوک ياست ؟ مسلمانانو خپل ځانونه ورته معرفي کړه قريشو ورته وويل : ډېر ښه موږ هم تاسو غواړو دستي جنګ پيل سو حمزة(رض) دشيبة سره ، عبيدة(رض) دعتبة سره اوعلي(رض) دوليد سره مقابله وکړه حضرت حمزة(رض) اوحضرت علي(رض) خپل سيالان ووژل مګر عبيدة(رض) اوخپل سيال يو پر بل باندي سخت واري سره وکړه دواړه سخت زخمي سوه کله ،چي علي(رض) فارغه سو پر عتبة باندي يې وارى وکړى ،عتبة يې وواژه اوعبيدة يې پورته کړى دده مبارک پښه پرې سوي وه، ساه يې بنده سوې وه دجنګ په وروستۍ ورځ يې وفات وکړى .([1])
عمومي جګړه پيل سوه
تردې وروسته عمومي جګړه هغه مهال رامنځته سوه ،چي دمسلمانانو مخالف لوري نور دزغم توان دلاسه ورکړ، ځکه مخور کسان اوپهلوانان يې ووژل سوه نو ديوه سړى په څېر يې حمله وکړه يعني په اتفاق سره يې سخته حمله وکړه، مسلمانانو دالله(ج) څخه مرسته وغوښته ددوى په وړاندي يې دفاعي لاره خپله کړه ددوى حمله يې پر شاوتمبول اوسخت تاوان يې ورورسوئ .
رسول الله(ص) دالله(ج) له دربار څخه دبريا دعا وغوښته
رسول الله(ص) په لاندي الفاظو دالله(ج) څخه دمرستي اوبرى دعا وغوښته :
اللهم انجز لي ماوعدتني اللهم انشدک عهدک ووعدک .
ژباړه : اې الله(ج)! هغه وعده ،چي تا زما سره کړې ده هغه پوره کړې، اې الله(ج)! زما ستا څخه دهغي وعدې غوښتنه کړې ده ،چي تا زما سره کړې ده.
کله ،چي جګړه سخته سوه رسول الله(ص) لاندي دعا وکړه :
اللهم ان تهلک هذه العصابة اليوم لاتعبد اللهم ان شئت لم تعبد بعد اليوم ابدا.
ژباړه : اې الله(ج)! که ته دغه (دمسلمانانو)ډله نن هلاکه کړې نو ستا عبادت به نه کېږي، اې الله(ج)! که ستاخوښه وي نو تردې وروسته به ستا عبادت هيڅکله نه کېږي .
رسول الله(ص) ډېره اوږده دعا وکړه آن تردې ،چي دلاسو په اوږدولو سره يې پټو ولوېدئ حضرت ابوبکر(رض) راپورته کړى او وې ويل : بس دئ يارسول الله(ص) ! تا ډېره اوږده دعا وغوښتل .([1])
دالله(ج) په تقدير کي لا دوړاندي ليکلي وه ،چي برياليتوب به دمسلمانانو په برخه وي همدا وجه وه ،چي الله(ج) ملائکو ته امروکړ، ،چي دمسلمانانو مرسته وکړي او زه به دکافرانو په زړونو کي بېره اورعب ورواچوم ([2])
بيا الله(ج) رسول الله(ص) ته وحي وکړې او دډاډ په موخه يې ورته فرمايل : زه به په زرو ملائکو سره ستا مرسته کوم ([3])
دكافرانو دماتي لپاره درسول الله(ص)هڅه
وروسته رسول الله(ص) يوموټ ريګ را واخستى دکافرانو لوري ته يې وغورځوى الله(ج) ددغه موټ ريګو څخه دټولو کافرانو سترګو ، خولو اوپوزو ته ريګ ورسوى ،چي دوى يې په ډېر بد حالت اخته کړل ([4])
وروسته رسول الله(ص) دجوابي حملې امر وکړ اواصحابو رضی الله عنهم ته يې وفرمايل: څوک ،چي دالله(ج) پر دښمنانو باندي حمله کوي مخته ځي شاته نه ځي اوهغه ځاى به يې جنت وي ،مسلمانانو درسول الله(ص) دامر سره سم پر کافرانو باندي سخته حمله وکړه .
[1] : انظر : الصحيح البخاري ( فتح الباري : ٣٩٦٦ ، ٣٩٦٩ ) ، ابوداود ٤\ ٤٩ إِنْ تَسْتَفْتِحُوا فَقَدْ جَاءَكُمُ الْفَتْحُ وَإِنْ تَنْتَهُوا فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَإِنْ تَعُودُوا نَعُدْ وَلَنْ تُغْنِيَ عَنْكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْئًا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ سورة الانفال الاية ١٩
[2] : إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ – سورة الانفال الاية ١٢
[3] : إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ- سورة الانفال الاية ٩
[4] :فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَاءً حَسَنًا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ – سورة الانفال الاية ١٧
انظر : الهيثمي – مجمع الزوائد ٦\ ٨٤ قال ورواه الطبراني ورجاله رجال الصحيح ، وانظر : ابن هشام السيرة ١\٣٢٣ .
[1] : مشکوة ٢ \ ٣٤٣ ، بخاري – ( فتح الباري الاحاديث ٣٩٦٦ ، ٣٩٦٩) ، ابوداود – السنن ٤ \ ٤٩.
راتلونکې برخه:
دکافرانو دماتي شيبې رالنډي سوې
Va Substance Abuse Programs http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Centers http://aaa-rehab.com Va Alcohol Treatment
http://aaa-rehab.com