مخپاڼه / سیرت نبوی / د اُحد غزا

د اُحد غزا

د اُحد غزا

دجنګ لپاره دکافرانو تابيه نيول :

نوموړې غزا دمکې دکافرانو هغه ارمان وو ،چي دبدر دغزا وروسته يې درلودئ داځکه ،چي کله دمکې کافرانو په بدر کي سخته ماته وخوړه زيات شمېر مشران يې پکښي ووژل سوه دوى په ټولو دا پرېکړه کړې وه ،چي يو سخت جنګ به دمسلمانانو سره کوو ترڅو خپل غچ ځني واخلو دمکې په کافرانو کي ځني مشران لکه عکرمة بن ابوجهل ، صفوان بن امية ، عبدالله بن ربيعة اوابوسفيان تر ټولو زيات دې ته ليواله وه ،چي خپل غچ واخلي او تل دجګړې په پلان جوړولو اخته وه دوى په خپل پلان کي لومړى دا کار وکړ، ،چي هغه قافله ،چي دبدر دجګړې لامل سوې وه او ابوسفيان پدې بريالى سوي وو ،چي دغه قافله سالمه مکې ته را ورسوي دبل جنګ کولو لپاره قرباني کړي دنوموړي قافلې اندازه زر اوښان اوپنځوس زره ديناره وه هغه په دې ډول ،چي مشرانو وهغه خلګو ته وويل  ،چي په دې قافله کي يې مالونه وه : اې خلګو ! ستاسو مشران په بدر کي مسلمانانو ووژل تاسو ته يې سخت تاوانونه درورسول دهغوى سره جنګ کول اړين دئ تاسو بايد قرباني ورکړئ او خپل ټوله قافله ديوه بل جنګ دلګښتونو لپاره وقف کړئ څو موږ وتوانيږو دښه اقتصاد سره په پوره زور سره دمسلمانانو سره وجنګيږو او خپل غچ ځني واخلو. پاته دي نه وي ،چي ددوى ددغه خبري يادونه الله(ج) کړې ده .([1])

دمسلمانانو پرضد دنورو خلګو پارول

دمکې قريش ،چي خپله دجنګ لپاره اماده سوه نو بيا يې دهغو کسانو هڅوني ته ملا وتړل کوم ،چي دمسلمانانو په مقابل کي يې جګړه کول غوښتل اووې ويل : کوم حبشيان ، کنانة او اهل تهامة ،چي دمسلمانانو په وړاندي جنګېدل غواړي هغه دي راسي دقريشو تر بيرغ لاندي دي دمسلمانانو سره وجنګيږي، ددوى ددغه غوښتني سره هغه قومونه هم تيار سوه ، ددوى غوښتنه يې ومنل ځکه هغو قومونه دمسلمانانو دراپرځولو لپاره دقريشو دغه هڅه يو ښه موقع بلل . ([2])

راتلونکې برخه:

دمسلمانانو په مقابل کي کفري لښکر تيار سو

[1] : إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ. سورة الانفال الاية ٣٦

ابن اسحاق – السيرة ص : ٣٢٢ ، ابن هشام – السيرة ٣ \ ٨٦ ، الواقدي ١ \ ١٩٩ ابن سعد  – الطبقات ٢ \ ٣٧ ،

[2]  : ابن هشام – السيرة ٣ \ ١ ، الواقدي – المغازي ١ \ ٢٠٠ ابن سعد  – الطبقات ٢ \ ٣٧ ، ابن اسحاق – السيرة ص : ٣٢٢ ،

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ