مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د اولاد د عبادت رول د پلار په دایمي ژوند کي!

د اولاد د عبادت رول د پلار په دایمي ژوند کي!

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

اولادونه موپه دين تربيت کړئ!

رسول اللهﷺ فرمايي:
په جنت کي به يو کس لوړه درجه تر لاسه کړي بيا به پوښتنه وکړي چي دا لوړ درجه (امتياز) د کوم عمل په وجه راکړل سو؟
په جواب کي به ورته وويل سي:
ستا بچي ستا لپاره استغفار ويلی وو.(۱)

هيله:

۱: #په دين کي چي د مور او پلار څومره حقوق سته په هيڅ قانون کي نسته لطفاً په دين کي خپل حقوق په اولادونو زده کړئ.
۲: #اولادونه شعوري پوه کړئ چي حقيقي سعادت او ګټه په دين کي ده.
۳: #اولادونه پوه کړئ چي ددوی نېک اعمال پلرونو ته ګټه رسوي.
۴: #هغه کس چي اولادونو ته يې د دنيا د ګټلو اسباب او اکساب ور زده کړي وي خو خپل حقوق يې نه په زده کړي بيا دي ګيله نه کوي چي ولي اولادونو زما حقوق پر ځای نه کړل او دغه حقوق ددين په مرکزونو کي زده کيږي.
په درنښت
ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۲۴ ذوالحجه ۱۴۴۱ ه ق
………………………………………………‌……………….
(۱) قال رسول الله صلی الله عليه وسلم :إن الرجل لترفع درجته في الجنة
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم
إن الرجل لترفع درجته في الجنة فيقول أنى لي هذا ؟ فيقال: باستغفار ولدك لك
رواه ابن ماجة

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …