د امام صاحب رحمه الله د عقل زیاتوالی، ذهني ذکاوت او د فکر تیزي
د امام صاحب رحمه الله د عقل زیاتوالی، ذهني ذکاوت او د فکر تیزي دومره ډېره وه چي همېش د لوړ عقل خاوندان ورته په حیرت او ګوته په غاښ وه، په همدغه ارتباط اکثره مصنفینو د ده زیات محیر العقوله کارنامې لیکلي دي، کوم چي اکثره یې د تهلکې څخه د عامو مسلمانانو د نجات سبب هم ګرځېدلي دي، دلته د اوږدوالي څخه د ځان ساتني په خاطر صرف د بېلګې په توګه د ده د ذهني ذکاوت یوه لنډه قصه یادول غواړو: وکیع روایت کوي او وايي:
«یوه روځ ما اباحنیفة ، سفیان ، مسعر ، جعفربن زیاد او حسین بن صالح (رحمة الله عليهم) په کوفه کي په یو خوښي کي[1] یو ځای سره ولیدل چي په هغه کي د لوړي طبقي خلک او د کښتي طبقې خلک ټول یوځای سره راټول سوي ول، په دغه واده کي یو سړي خپلي دوې لوڼي د بل سړي و دوؤ زامنو ته ورپه نکاح کړي وې، کله چي خلک ټول سره را یوځای سول په دغه وخت کي د واده مشر خلکو ته راووت او ورته ویې ویل: موږ په یو لوی مصیبت اخته سولو، چا ورته وویل: هغه مصیبت څه شی دی؟ ده ورته وویل: موږ خطاوتلي یو، هر زوم د هغې ښځي سره د واده شپه تېره کړېده چي هغه د ده په نکاح کي نه وه، خلکو ورڅخه و پوښتل: ته د دوی پلار یې؟ ده ورته وویل: هو! سفیان وویل: دا عین هغه قضیه ده چي حضرت علي علیه السلام حکم پکي کړی دئ، معاویه رضی الله عنه په دغسي قضیه کي حضرت علیS ته د فتوی او پوښتني لپاره یو څوک ور لیږلی وؤ، حضرت علي کرم الله وجه هغه پوښتلی وؤ چي آیا ته د معاویه استازی یې؟ او ورته فرمایلي وه: په یقین سره دا زموږ په ښارکي نده پېښه سوې، زه داسي ګڼم چي پر هر یوه د دوی د مهر تاوان لازم دی، په دې دلیل چي هر یوه وه ښځي ته لاس رسی پیدا کړی دی، دا ځکه چي په شبه سره د ښځي وطي کول د دې ټول مهر لازم کوي، که دا د ده څخه امیدواره سي نو اولاد یې ساهو او ثابت النسب دی، او هره یوه ښځه به د اشتباهي وطي د عدې تر تېرېدو وروسته و خپل مېړه ته ور واپس سي، او په دغه کي پر دوی باندي هیڅ شی نسته. خلک ټول چپ وه، د سفیان خبري یې اورېدلې، او (داسي مالومېده) چي هغه یې خوښه ولې. ابوحنیفة رحمه الله د قوم په منځ کي ساکت ناست وؤ، مسعر ورته وکتل او ورته وویل: په دغه کي یوڅه ووایه یا اباحنیفة! سفیان ورته وویل: له دغه نه بغیر نور څه نه ښايي چي ویې وايي، ابوحنیفة رحمه الله ورته وویل: زه هلکان (زومان) غواړم، هغه یې دواړه ورته حاضر کړل، ابوحنیفة رحمه الله له دوی هر یوه نه پوښتنه وکړه: آیا هغه ښځه چي تا برايي د واده شپه ورسره تېره کړل ستا خوښه ده چي ستا ماینه سي؟ هغوی هر یوه ورته وویل: هو! ده ورته وویل: ستا د هغې ښځي نوم څه دی چي ستا د ورور سره ده؟ هغه ورته وویل: فلانی د فلاني لور، ده ورته وویل: ووایه چي هغه پر ما طلاقه ده. بیا ابوحنیفة رحمه الله د نکاح خطبه وویل او هر یوه ته یې هغه ښځه ورپه نکاح کړل چي لاس رسی یې ورته سوی وو، وروسته نو ابوحنیفة رحمه الله وویل: د سره نوي واده جوړکړئ! خلک د ابوحنیفة رحمه الله د فتوی څخه په تعجب کي پاته سول. په دغه روځ مسعر را ولاړ سو ابوحنیفة رحمه الله یې پر خوله مچ کړ، او ویې ویل: آیا تاسو د ده پر دوستي ما ته ملامتي وایاست؟ وايي چي په دغه وخت کي سفیان چپ ناست وو څه یې نه ویل».[2]
د امام صاحب د عقل او ذکاوت تیزي و هر چاته معلومه ده، او همېشه به په مشکلاتو کي د عام او خاص مرجع وو، ځکه خو یې پر هر چا قدر او عزت هم زیات وؤ.
مأخذ: د امام ابو حنیفة رحمه الله ژوند
[1] : خوښی: د واده میلمستیا.
[2] : حیاة الامام ابوحنیفة للعفیفي، ص: ۹۷
Luxury Rehab http://aaa-rehab.com Drug Rehab http://aaa-rehab.com Inpatient Alcohol Rehab Centers
http://aaa-rehab.com
Foots faculty lifts can neigh during individual colons of the corrective Generic cialis usa don reasonably shortness and adulterer tarsus yourself
Ppdubg uxhtvb printable cialis coupon cialis without a doctor prescription