د امام ابو حنیفه او یوې ښځې قصه|تعلیم القرآن اسلامي رادیو
روایت دی چي یو وخت امام ابوحنیفه نعمان بن ثابت رحمه الله ته یوه ښځه چي ماشوم زوی یې هم په غیږ کې وو، راغله او عرض یې وکړ:
صاحبه! زوی مې له ډیرې مودې راهیسي د ګوړي خوړلو عادت لري، که ګوړه ور نه کړم ټوله ورځ او شپه ژاړي او ټوله کور یې نا ارامه کړی وي او که ګوړه ورکوم ناروغه کیږي، وګوره اوس هم تک ژړ، هډ او پوست دی، نو که تاسې مهرباني وکړئ او یو دم ورباندي وکړی، ممکن الله تعالی دغه عادت ور څخه پاته کړي.
امام ابوحنیفه رحمه الله وویل:
هو، بي بي جانې! ضرور به دم ورباندي وکړم، خو اوس نه لس ورځي وروسته ، ښځه ولاړه لس ورځي وروسته راغله او ماشوم یې هم له ځانه سره راووست، امام ابو حنیفه رحمه الله سورة فاتحه وویل او پر ماشوم یې دم وکړ، ښځه حیرانه شوه ویل صاحبه! زه پوهه نه شوم چي تا ولي ما ته لس ورځي وخت راکړ، آیا هغه وخت درته سورت فاتحه یاد نه وو او که دې صرف ما ته تکلیف راکاوه؟
امام ابوحنیفه رحمه الله په ډېره د مینې په لهجي سره وویل:
خورې داسي هیڅ خبره نه ده، بلکي هغه وخت ما خپله د ګوړي خوړلو عادت درلود، خو له هغي ورځي څخه ما خپله د ګوړي خوراک پرې ایښی دی، ځکه هغه مهال ما ته له الله تعالی څخه شرم دریده چي خپله ګوړه خورم او پر بل چا د ګوړي د نه خوراک لپاره دم کوم، نو له همدې کبله مي هغه مهال دم و نه کړ او تا ته مي لس ورځي وروسته وعده درکړه، که په دې صورت کي تاسي ته د بیا راتګ کوم تکلیف رسېدلی وي، زه بخښنه غواړم.
مأخذ: افضل الحکایات، درېیم جلد،۲۳۲-۲۳۳ص. | تعلیم القرآن اسلامي رادیو ویب پانې لخوا