د اختر ۱۲ مستحبات او اداب
را لېږونکی: شفیق الله مهمند
په لوى اختر كي دوولس مستحبات دي:
اول: د لوى اختر په ورځ د لمانځه وروسته خوراك كول.
دوهم: غسل كول.
دریم: عطر لګول.
څلورم: مسواك وهل.
پنځم: د اختر د لمانځه ترمخه سرسايه وركول.
شپږم: ښه او مباحي جامې اغوستل.
اووم: ګوتمۍ په ګوته كول.
اتم: تبكير يعني وختي راکښينستل او وختي خپل د محل مسجد او عيدګاه ته تلل.
نهم: و عيدګاه ته په تللو كي تلواره كول.
لسم: د سهار لمونځ د خپل كلي په مسجد كي كول.
یولسم: پر پښو باندي و عيدګاه ته تلل.
دوولسم: د مسجد څخه بيرته پر بله لار راتلل.
مأخذ : د لوی اختر احکام