مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د آسیې رضی الله عنها د شهادت کیسه

د آسیې رضی الله عنها د شهادت کیسه

ژباړه:غلام عمر عبدالله|تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

صة آسيا امرأة فرعون

 د خپل وخت تر ټولو په لويي ماڼۍ کي اوسېدل

ډېر مزدوران او غلامان يې تر لاس لاندي وه

ښه لوړ او د خوندون ډک ژوند يې لاره.

خاوند يې سر کښي وکړل او ظلم يې شروع کړ

او غوښتل يې چي پر خلکو ځان د معبود په توګه وټاکي

او په خپله ماڼۍ کي يې د الوهیت ( معبود والي ) دحکم صادر کړ

 چي په قران کريم کي الله تعالی د ده قول ذکر کړی دی فرمايي : أَنَا رَبُّكُمُ الأَعْلَى [ النازعات ۲۴].

ژباړه : زه ستاسي تر ټولو لوی رب يم.

فرعون هغه انسان و چي دا يې هېر کړي وه چي دی يو وخت ( دمور په رحم کي ) نطفه وه ، خو دا ټول کبر يې ( له دې وجهي و) چي د ده په لاس کي ډېره شتمني ، لښکر او غلامان وه.

خو د دې ظالم په وړاندي لويه ننګونه د هغه مېرمن (آسيه د مزاحم لور ) وه.

نوموړي مؤمني په لمړي سر کي خپل ایمان پټ ساتلی و ، خو چي کله يې خپله ایمانداري ښکاره کړل نو خاوند يې ډول ، ډول عذابونه ور کړل ، او دا ( اسيه رضي الله عنها) د هغو څلورو ښځو له ډلي څخه چي د نړۍ د ټولو ښځو سرداراني دي.
 ( يو ځلي ) آسيه په داسي حالت کي خپل خاوند ته راغله چي خاوند يې هغه مومنه وژله کوم چي د فرعون د لور سر به يې ږمنځوی ( شانه کوی او هغه به يې سینګارول) ، نوموړې مؤمني د چلنچ په توګه فرعون ته وويل : زما پالونکی او ستا پالونکی یو الله دی!

چي د همدې ننګوني په پایله کي فرعون نوموړې مومنه او دهغې بچیان ګرمو تېلو (غوړو) ته واچول او شهیدان يې کړل.

کله چي فرعون خپله مېرمن په خپلو خبرو راضي نه کړل نو د هغي مومني په حال يې خبره کړه ( کوم چي ده ووژل).

اسيه رضي الله عنها چي کله خبره سوه نو فرعون ته يې وویل : ته هلاک سې تا د الله تعالی ( په وړاندي ) څومره زوړوتیا کړې ده.

فرعون ورته وويل : ښايي تا هم هغه لیونتوب ښکاره کړی وي کوم لیونتوب چي دغي (مومني) سینګارونکي ښځي ښکاره کړی و؟

اسيې ورته وویل : زه خو کومه لېونۍ نه يم ما خو د کائیناتو پر پالونکي ایمان راوړی دی!

 وروسته فرعون د اسيې مور را وغوښتل او روته ويې ويل : ستا لور ته هغه څه ورپېښ سوي دي کوم څه چي هغي سینګارونکي مېرمني ته ور پېښ سوي وه ( یعني پر الله او د هغه پر پيغمبر موسی علیه السلام يې ایمان راوړی دی).
فرعون ورته وویل : قسم دی چي ته به یا د مرګ څکه کوې یا به پر موسی علیه السلام کافره کېږې ( یعنی د موسی علیه السلام دین به پرېږدې کنه وژل کېږې به).

مور ( د لور خوني ) ته ننوتل ( خبري يې ورته شروع کړې) تر څو لور د فرعون سره موافقې ته تیاره کړي ، خو ایمانداري لورکۍ انکار وکړ او وئې ویل : ایا زه په حقيقي معبود سره کافره سم ، په الله قسم هيڅ کله هم نه.
( د اسیې رضي الله عنها) ننګونه د داسي چا په وړاندي وه چي ( دخپل وخت ) د لوی قوت او واک څښتن ؤ.

کله چي فرعون چي اسیه په خپل دین او ایمان ټينګه ولاړه ولېدل نو د خپل قوم مشرانو ته راووتی او ورته ویې ویل : تاسو د اسیې بن مزاحم په هکله څه پوهېږئ ( څنګه ښځه ده ) ؟

قوم د آسیې ستاینه وکړل.

فرعون ورته وویل : هغه له ما پرته د بل معبود عبادت کوي.

قوم يې وویل : وئې وژنه!
کله چي فرعون د آسيې له خپل دین اړولو څخه عاجزه سو ، نو خپل لښکر ته يې امر وکړ چي دا د مصر وچي دښتي ته بوځئ ، ( پوځيانو د نوموړي) لاسونه او پښې په څلورو مېخونو ور وتړل ، له ډوډۍ او اوبو پرته يې سوځونکي لمر ته پرې ښودل.

پر آسيې رضي الله عنها پر دغه حال درې ورځي تېري سولې ، خو له دې ټولو تکلیفو سره سره له حق دېن څخه ونه ګرځېدل او د فرعون له غوښتونو څخه يې ( په پرلسپې توګه) انکار کاوه ، د صحرا ټول حیوانات او حشرات به ورسره تېرېدل.
په لمړۍ ورځ فرعون ورته راغی او ورته وئې ویل : ایا ته له ( خپل دين ) څخه ګرځېدونکې نه يې؟!

اسیې ورته وویل : نه ! په الله قسم (ستا دغه عذابونه او تکلیفونه ) زما له ایمان او یقین څخه پرته بل څه شی نه ډېروي.

همداشان په دوهمه ورځ بیا فرعون ورته راغی او ورته وئې ویل : ایا ته له ( خپل دين ) څخه ګرځېدونکې نه يې؟!

اسیې ورته وویل : نه ! ( له خپل دین څخه ) نه اوړم.
فرعون وویل : دا ووژنئ ، ویل : يوه لويه ډبره لوړ ځای ته پورته کړئ او بیا يې له هغه ځای څخه دا پرې وولئ ، خو که دا له خپلي خبري څخه ګرځېدونکې (کافره کېږي) وي نو بېرته زما مېرمن ده.

خو دا ظالم به دې مظلومي ته په عذاب ورکولو سره خوند اخیستی ( البته دا دهر طاغوت او ظالم حالت وي چي مظلوم ته پرعذاب او تکلیف ورکولو خوند اخلي).

آسیې رضي الله عنها پدې وخت کي دالله لوري ته وکتل او وئې ویل (هغه قول چي الله تعالی په قران کریم کي ذکر کړی دی): رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتاً فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ [ سورة التحریم ۱۱] .

ژباړه : ای زما ربه زما لپاره له خپل ځان سره په جنت کښې يو کور جوړ کړه او ما د فرعون او دهغه له عمل څخه وژغوره او له ظالم قوم څخه نجات راکړه.

الله په خپل قدرت سره ددې له سترګو څخه پردې او حجابونه لري کړل

او ددې د جنت ځای يې په دنیا کي په ولېدی

نو اسيه رضي الله عنها خوشحاله سوه او وئې خندل.

پداسي حال کي چي چي فرعون پدې منظر(د آسيې دخوشحالۍ او د خندا په حال ) کي موجود ؤ او ويې ویل :

ایا ددې لیونتوب ته تعجب نه دی ؟ موږ عذاب ورکو خو دا خاندي.
الله تعالی يې روح جنت ته قبض کړ

خو (فرعونیانو) ډبره پرې را ایله کړل

خو د آسیې رضي الله عنها جسد هيڅ درد محسوس نه کړ ځکه ډبره پر داسي جسد راولوېدل چي روح پکښې نه و او روح يې مخکي قبض سوی و او مخکي مړه سوې وه.

فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ ۚ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَاد. [سورة غافر ۴۴].
ژباړه: نن چي زه څه وايم ، ډېر ژر به هغه وخت راسي چي تاسي به يې در په یاد کړئ . او خپله معامله زه الله ته سپارم. الله د خپلو بنده ګانو ( د کړو) ښه ليدونکی دی. 

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …