مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دیارلسمه لويه گناه: د يتيم مال په ظلم خوړل

دیارلسمه لويه گناه: د يتيم مال په ظلم خوړل

(١٣) لويه  گناه: ديتيم مال په ظلم خوړل

د ماشومتوب نازکه مرحله چي د مشكلاتو د حل لپاره الله جل جلاله لوى نعمت پلار  ورته پيداكړى دئ، د پلار په برکت د ماشومتوب ټول مشکلات حل وي؛ نه د لوږي مشکل وي، نه د تندي مشکل وي، نه د ناروغۍ د علاج مشکل وي، نه د یخ مشکل وي، نه د گرمۍ مشکل وي، د دې ټولو مشکلاتو د حل لپاره الله جل جلاله د ماشوم پلار سبب جوړ کړی وي د دې نعمت د زوال په وخت كي ماشوم د ډيرو مشكلاتو سره لاس او گرېوان سي، ځكه د دفاع هيڅ په لاس كي نه لري نو كه څوك د يتيم د دغه كمزوري حالت څخه استفاده وكړي او مال يې په ظلم سره وخوري لويه گناه ده، ځكه الله جل جلاله فرمايي:

﴿اِنَّ الَّذِيْنَ يَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ الْيَتٰمٰى ظُلْمًا اِنَّمَا يَاْكُلُوْنَ فِيْ بُطُوْنِھِمْ نَارًا  ۭ وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيْرًا      10؀ۧ﴾ ([1])

ژباړه: باور وکړئ هغه كسان چي د يتيمانو مالونه په ظلم سره خوري په حقیقت کي دوى په خپلو نسونو كي اور اچوي، دا کسان به ډېر ژر دوږخ ته واچول سي.

يعني كوم كسان چي بې له شرعي لاري د يتيمانو مالونه خوري دا په حقيقت كي د دوى په نس كي اور دئ او دوږخ ته به ځي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د معراج په قصه كي د يتيم د مال خوړونكى په اړه داسى فرمايلى دي: زه پر داسي كسانو راغلم چي نور خلگ پر مؤظف سوي وه خولې يې ورخلاصولې، نورو بيا لوى ډبري راوړلې دوی يې په خولو كي په ويشتل او هغه ډبري يې تر دبره (یعني د مردارۍ د وتلو تر ځای) وتلې، ما پوښتنه وکړه: اې جبرئيل! دا څوك دي؟ جبرئيل علیه السلام راته وويل: دا هغه كسان دي چي د يتيمانو مالونه  په ظلم سره خوري په حقیقت کي دوی خپلو نسونو ته اور اچوي. ([2])

حضرت ابوهريرة رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه روايت کوي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: الله جل جلاله به د قيامت په ورځ داسي خلگ د قبرو څخه راپورته كړي، چي د نسو څخه يې اور راوځي او د خولې څخه به يې د اور توښونه راوزى. يو چا پوښتنه وکړه، چي دا څوك دي؟ يا رسول الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: آيا ته نه پوهېږې چي الله جل جلاله فرمايي: هغه كسان چي د يتيمانو مالونه په ظلم سره خورى دا په حقيقت كي  اور خوري. ([3])

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

———————————-

([1] ) سورة النساء، الایة: ۱۰.

([2] )عن أبي سعيد الخدري قال: قلنا: يا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ! ما رأيت ليلة أسري بك؟ قال: انطَلَق بي إلى خَلْقٍ من خَلْقِ الله كثير رِجَال، كل رجل له مِشْفَران كمشفري البعير، وهو موَكَّل بهم رجال يفكون لحاء أحدهم، ثم يُجَاءُ بِصَخْرَةٍ من نار فَتُقْذَف في فِي أحدهم حتى يخرج من أسفله ولهم  خُوار وصُرَاخ. قلت: يا جبريل! من هؤلاء؟ قال: هؤلاء الذين يأكلون أموال اليتامى ظُلْمًا إنما يأكلون في بطونهم نارا وسَيَصْلَوْن سَعِيرًا. (ابن کثیر، سورة النساء، الایة: ۱۰. ورواه الطبري في تفسيره: 8/27 من طريق معمر عن أبي هارون العبدي به.

([3] ) عن أبي برزة أن رسول الله  صلی الله علیه وسلم قال: يبعث يوم القيامة القوم من قبورهم تَأَجَّج أفواههم نارا. قيل: يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! من هم؟ قال: ألم تر أن الله قال: إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا. (ابن کثیر، سورة النساء، الایة: ۱۰)

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …