مخپاڼه / بیلا بیل / مقالې / دښکلا لټون

دښکلا لټون

دښکلا لټون

دښکلا  لټون

لېکنه : مغتي عیدالهادي حماد

سپېڅلي سترګي دناولتيا تر بريده  مه رسوئ

ځيني خلګ دعوه کوي چي موږ ښکلو څېرو ته له دې امله ګورو چي موږ عبرت ځني حاصل کړو او داکار په خپلو نيکو کړنو کي حسابي، داسي کس بايد پوه سي چي حتما به دشيطان په فريب کي کښېوزي. بايد څومره چي ژر کيږي ددې کار څخه ځان وساتي او دشيطان دفريب څخه ځان وژغوري.

علامه عبدالرحمان بن الجوزي په خپل کتاب تلبيس ابليس کي دابن عقيل څخه نقل کوي : ځيني انسانان دخپل نظر حفاظت له دې امله نه کوي چي وايي موږ پر خپل ځان باندي پوره اعتماد لرو ، دغه خبره بيخي بې اساسه ده ځکه داسلام سپېڅلي دين چي دسترګو دحفاظت امر کړى دئ هيڅ شي يې ځني استثناء کړى نه دئ بلکي په عمومي ډول يې امر کړى دئ چي په هر صورت او هر وخت کي بايد هرڅوک دخپلو سترګو حفاظت وکړي لکه چي الله فرمايي:

اې رسوله! مؤمنانو ته ووايه چي خپلي سترګي (دنامحرمه ښځو دليدلو څخه) کښته کړي او دخپلو عورتونو حفاظت وکړي دا کار ددوى لپاره ښه سپېڅلتيا ده ، باور وکړئ چي الله( په هغه کړنو باندي ښه خبر دئ کوم چي دوى يې کوي. په بل ځاى کي فرمايي:

ايا نو دوى اوښ ته نه ګوري چي څنګه پيدا سوى دئ ، واسمان ته نه ګوري چي څنګه لوړ سوى دئ ، وغرو ته نه ګوري چي څنګه درول سوي دي او مځکي ته نه ګوري چي څنګه برابره سوې ده.

په حقيقت کي ديد ددغه شيانو  دعبرت لپاره تعين سوى دئ په دې کار کي بايد دنفس دشهوت ونډه نه وي.( تلبيس ابليس.)

علامه ابن قيم- په خپل کتاب (الکافي) کي په دې اړه خورا زيات تفصيلي بيان ليکلى دئ . ابن قيم – په دغه بيان کي فرمايلي دي: فحشاء او بې حيايي کارونه لومړى دسترګو څخه سرچينه اخلي. لکه هغه اور چي لمبې يې تر اسمان پوري رسېدلي وي خو لومړى  دغه اور په  مځکه کي ديوه کوچني بڅرکي  څخه بل سوي وي ، له  همدې  امله دسترګو ساتنه ډېره  ضروري ده.

ابن قيم- زياتوي: څوک چي دخپلو څلورو غړو ساتنه ونه کړي هيڅکله په  دې نسي توانېدلاى چي خپل دين سالم وساتي ، نوموړي څلور غړي دلاندي غړو څخه عبارت دي:

سترګي

خيال او تصور

ژبه

قدم

شيطان ددغه څلورو لارو څخه دانسان په زړه کي نفوذ کوي او دانسان دهلاکت لامل  ګرځي.

علامه ابن  قيم- دغه څلور بيا په تفصيل  سره ذکر کړي دي لومړى يې دسترګو په اړه تفصيل کړى  دئ او فرمايلي يې دي:

لومړى دسترګو حفاظت ډېر لازمي دئ ځکه دسترګو حفاظت دعورت دساتني لپاره شرط دئ څوک چي دسترګو حفاظت ونه کړي او دناروا کتلو څخه يې منع نه کړي ډېر ژر به دهلاکت شېلې ته وغورځول سي.

دانسان ديد دغشي په څېر دئ کله چي وتوغول سي مخکي تردې چي پر کوم ځاى ولګيږي خپل څښتن هلاکوي، که څوک نامحرمه ښځي ته وګوري په اول ځل خپلي سترګي په خپل واک کي واخلي او  بيا يې پرې نه ږدي چي نامحرمه ښځي ته وګوري کېداى سي چي دغه سړى دتندي څخه ووزي او که يې په خپل واک کي وانه خلي بلکي په څو ځلي خپل کتل  تکرار کړي نو دهر ځلي سره به يې تنده نوره هم زياتيږي لکه څوک چي دطاعون په ناروغۍ اخته سوي وي بيا به يې دهلاکت پرته بل هيڅ علاج نه وي نور ستا خوښه ده چي خپل کتل داول ځل سره رابندوي او که ځان په ناروغي باندي اخته کوي څو آخر  هلاک سې.

دسترګو دناروا کتلو څخه دنه ساتني يو تاوان دادئ چي دسترګو نور ، ښکلا او روښنايي به يې له منځه ولاړه سي او په پايله کي به يې پر زړه بآندي پرده وغوړيږي. دوهم داچي که دغه انسان نامحرمه ښځي ته زر ځلي وګوري بيا هم نه مړيږي بلکي برعکس داسي څوک به جوړ سي چي رسول اللهL ته به منفور وي او درسول اللهL لعنت به باندي وي. کله چي دلعنت سره  مخ سو دالله( درحمت څخه به ليري وي . دناروا کتلو څخه دسترګو دنه ساتلو بل تاوان دادئ چي دعبادت کولو دخوند څخه به بې برخي سي ځکه مخکي په حديث کي ذکر سوه چي رسول اللهL فرمايي: هرمسلمان چي په ناببر ډول دنامحرمه ښځي وښکلا ته وګوري دستي خپلي سترګي ځني واړوي. الله( به  ده ته عبادت ور په برخه کړي چي په زړه کي به يې خوند محسوس کړي.

دسترګو دنه حفاظت بل تاوان دادئ چي څوک په دغه ناروغۍ باندي اخته سي مخ به يې بې نوره او چټل سي.

کوم تاوانونه چي دسترګو په نه حفاظت کي سته هغه يوازي ددې لپاره نه دي چي سترګي دنامحرمه ښځو دکتلو څخه ونه ساتل سي نو ددغه تاوانونو سره به مخ کيږي بلکي څوک چي لغړزنو هلکوانو ته ګوري هغه  هم ددغه تاوانونو سره مخ کيږي. مولانا اشرف علي تهانوي- په دې اړه ليکي: ځيني خلګ ولغړزنو هلکوانو ته ګوري او بيا په دې  ځان خلاصوي چي زه دغه هلکوانو ته دخپلو زامنو په سترګه ګورم ،  محبت ورسره کوم او کوم بد نيت نه لرم. حقيقت دادئ چي دغه خلګ بايد پوه سي چي دا دشيطان يو چل دئ چي ستا په زړه کي يې  دراچولى دئ.

علامه  عبدالرحمان بن الجوزي په  خپل کتاب تلبيس ابليس کي  ليکي چي ابو عبدالله بن  الجلاء فرمايلي دي: ما يوه ورځ يو عيسوي ښايسته ځوان وليدئ ، سترګي مي پر ولګېدې ، ناببره په دغه حالت کي ابوعبدالله بلخي تېرېدئ او زما ددرېدو له امله دى هم ورېدئ ، ما ورته وويل: دغه ښايسته ځوان وينې دقيامت په ورځ به په دوزخ کي سوځل کيږي، ما چي دا خبره وکړه ابو عبدالله بلخي زما پر اوږو لاسونه کښېښودل او راته وې ويل: تا چي دغه لغړزني ځوان ته وکتل ډېر ژر به ددې تاوان وويني. ابن الجلاء وايي ترڅلويښتو  کالو وروسته زما هغه قرآن هېر سو چي ما ياد کړى وو.( : تلبيس ابليس ص : ٢٤٩)

ابوالاديان ليکي : يوه ورځ زه دخپل استاذ ابوبکر دقاق سره ناست وم په دغه  وخت کي يو ښايسته لغړزنى زما وڅنګ ته تېرېدئ ماورته وکتل ، استاذ راته وويل : يوه ورځ به ددې ديد تاوان ووينې. ابوالاديان وايي زه شل کاله په داغه فکر کي  وم يوه شپه مي په دغه خبره کي ډېر فکر وواهه سهار چي راکښېنستم ټول  قرآن مي  هير وو.

دغه هم وګوری

ورځنۍ لیکنې څنګه وکړو؟

لیکنه: محمد فهیم وقار ۱۳۹۹ لمریز کال، ثور، ۳۰ مه ورځنۍ لیکنې هغه کوچنۍ لیکنې …