دهغه چا علاج چي دخپلي ميرمني سره ديوځاى والي توان نه لري
په چا چي كوډي سوي وي په ځانګړي ډول هغه څوك چي دخپلي ميرمني سره دجماع كولو توان نه لري نوموړى كس كه لاندينى عمل تر سره كړي دلوى خداى( په فضل سره به يې علاج وسي يعني كه كوډي په سوى وې دهغو څخه به خلاص سي او كه يې دميرمني سره ديو ځاى والى توان نه درلودى توانايي به پيدا كړي :
دبيري ددرختي څخه دي اوه شنه بلګونه وشكوي بيا دي يې په ډبره يا په كوم شي باندي وټكوي كله چي ميده سوې نو په يوه لوښي كي دي يې واچوي ، بيا دي دغه لوښي ته دونه اوبه ورواچوي چي غسل په كيږي ، بيا دي قل ياايهاالكفرون ، قل هوالله احد ، قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذبرب الناس سورتونه پر دغه اوبو ووايي ورپسي دي دسورة اعراف لاندنى اياتونه پر ووايي :
وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ {117} فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ {118} فَغُلِبُواْ هُنَالِكَ وَانقَلَبُواْ صَاغِرِينَ {119} ([1])
بيا دي پر دغه اوبو باندي دسورة يونس لاندنى آياتونه تلاوت كړي :
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُونِي بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ {79} فَلَمَّا جَاء السَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَى أَلْقُواْ مَا أَنتُم مُّلْقُونَ {80} فَلَمَّا أَلْقَواْ قَالَ مُوسَى مَا جِئْتُم بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللّهَ لاَ يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ {81} وَيُحِقُّ اللّهُ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ {82} ([2])
بيا دي پر دغه اوبو باندي دسورة طه لانديني آياتونه تلاوت كړي :
قَالُوا يَا مُوسَى إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَى {65}قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى {66}فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُّوسَى {67}قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ الْأَعْلَى {68}وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى {69} ([3])
كله چي يې پورتني سورتونه او اياتونه پر اوبو چو كړل بيا دي لږ اوبه ځني وڅيښي او په پاته اوبو دي ولمبيږي انشاء الله هر ډول كوډي او جادو چي وي ليري به سي او كه نوموړى كار دوه يا درې ځلي ترسره كړي كوم تاوان نه لري . مګر كه چيري دكوډو معلومات ورته وسي چي چيري پټي دي يعني په غره ، يايو دښت كي چا ښخي كړي دي ور دي سي هغه دي را وكاږي او لمنځه دي يې يوسي .
منبع: کوډي ، جادوګري او ناروا تعويذونه داسلام له نظره، مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد.(ص ۲۰،۲۱،۲۲،۲۳)
[1] : سورة الاعراف الايات ۱۱۷ ، ۱۱۸ ، ۱۱۹ .
[2] : سورة يونس الايات ۷۹ ، ۸۰ ، ۸۱ ، ۸۲ .
[3] : سورة طه الايات ۶۵ ، ۶۶ ، ۶۸ ، ۶۸ ، ۶۹ .