سوال : په کورنۍ کي تر ټولو نژدې دوستان مور او پلار دي نو دمور او پلار سره بايد مسلمان څه ډول چلند وکړي ؟
جواب : هو ! مور او پلار تر ټولو زيات حق لرونکي دوستان دي بايد پوره درنښت يې وسي او آداب يې په لاندي ډول دي :
لومړى : دمور او پلار سره ښه رويه کوئ ځکه دمور او پلار سره ښه رويه کول ددنيا او آخرت دنيکمرغۍ سبب دئ.
دوهم : دمور او پلار شکر ادا کونکي اوسئ ځکه مور او پلار دزوى سره زيات احسانونه کړي دي.
دريم : تل دمور او پلار دخوشاله کولو هڅه کوئ ، هيڅ داسي خبره او کار مه کوئ چي مور او پلار په ناراضه کيږي.
څلورم : دمور او پلار خدمت دزړه په مينه کوئ ځکه دمور اوپلار په خدمت کي خامخا ثواب موجود وي.
پنځم : دمور او پلار درناوى کوئ هيڅ داسي کار او خبره مه کوئ چي دمور يا پلار سپکوالى پکښي راځي دمثال په ډول هغه يوه خبره کوي زوي ورته وايي ،چي يا داسي نه ده ستا خبره غلطه ده او يازوى جوابونه ورسره وايي دا دادب خلاف کارونه دي.
شپږم : دمور او پلار په وړاندي عاجزي کوئ يعني په نرمۍ خبري ورسره کوئ په کبر او لويۍ خبري مه ورسره کوئ ځکه داسي کارونه دادب خلاف دي او داللهY نا راضي پکښې ده.
اووم : مور او پلار ته تل دخير دعا کوئ ځکه مور او پلار پر هر زوى باندي حق لري.
اتم : مور او پلار چي کوم وصيتونه او نصيحتونه درته کوي پر هغه غوږ نيسئ او که دشريعت څخه مخالف نه وي عملي کوئ يې.
نهم : که مور او پلار يوه ځانګړې نيکي درسره وکړي شکريه الفاظ ورته واياست.
لسم : که خداى مکړه مور يا پلار مو ناروغ وي په خدمت کي يې يوه لحظه غفلت مه کوئ.
يوولسم : کله چي خبري ورسره کوئ په ټيټ اواز خبري ورسره وکړئ په لوړ ږغ خبري مه ورسره کوئ او مه دلائلو په ډول اواز ورسره پورته کوئ.
منبع: اسلامي آداب | تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه |