دعربو ټولنيز وضعيت
دعربو ټولنيز وضعيت هم دمذهبي وضعيت په څېر بې خونده وو وينه تويونه ، يو پر بل تېرى او يو دبله غچ اخيستنه ددوى دتاريخ په سرليک کي راځي . همدا ډول دوى په خپلو منځو کي يو لړ نور ناروا دودونه هم درلودل لکه شراب چيښل ، لوڼي وژل ، بې حيايي ، زنا عيب نه ګڼل ، اوداسي نور . ددې ترڅنګ يې بشري حقوق هم تر پښو لاندي کول دبيلګي په ډول : ښځو ته يې هيڅ په درنه سترګه نه کتل ، په نکاح کښي يې معيار معلوم نه وو څومره نکاحوي ،چي سړى به وغوښتې هغومره نکاحوي يې کولې ، ځيني وختونه به يې دمسکنت له بيري خپل اولادونه وژل ، فال نيول پکښي دود وو بلکي ددوى دعقېدې يوه برخه وه ، دټولني دترتيب ، نظم او امنيت لپاره يې کومه مقننه او اجرائيه قوه نه درلوده ، هر سړي دخپل توان څخه دخپل نظر مطابق ژوند غوښتى څوک ،چي به توانا واى يعني دسړو دشمېر له مخي به واکمن واى هغه هر څه کولاى سواى ، هرډول ،چي واى خو باداري يې تر ګوتو کولاى سواى او کوم څوک ،چي به ناتوان وو هغه ،چي به دهر څومره استعداد څښتن واى بيا هم ددې جوګه نه وو ،چي دغلامۍ څخه ځان وساتي ، مريتوب او باداري پکښي زياته وه په عام ډول مريان پکښي خرڅېدل او رانيول کېده .دمريتوب لپاره ټاکلى معيار معلوم نه وو بلکي معيار يې يوازي توانايي او ناتواني وه کوم مسافر ،چي به پر لاري تېريدئ او دوى به پر پېښ سوه هغه به يې نيوى او دځان لپاره به يې مريى ګرځاوه او بيا به يې خرڅاوه .
حاصل داچي په ورته ډول زياتي داسي کړني او دودونه په دوى کي وه ،چي انساني طبيعت لري ځني پاتېده آن تردې ،چي انسانيت بيخي په داسي دودونو شرمېدئ او دمنلو وړ خو بيخي نه وه .
له بله پلوه په مکه مکرمه کي خلګ پر درو ډلو وېشل سوي وه ،چي دلاندينو ډلو څخه عبارت دي:
لومړى ډله يې قريش وه ،چي اشراف ( ددرنښت څښتنان ) ورته ويل کېده او دمکې دنظم چاري هم ددوى په واک کي وې .
دوهمه ډله دعربو دبېلابيلو قومونه څخه جوړه وه ،چي حليفان ( هم پيمان[1] ) ورته ويل کېده دوى دنورو سيمو څخه راغلي وه او په مکه کي يې پناه اخيستې وه ځکه ،چي مکه دپناه او امن ځاى وو.
دريمه ډله مريان ( غلامان ) وه ،چي دهيڅ شى واک يې نه درلودئ .
پاته دي نه وي ،چي په دغه وخت كي يو شمېر نورو کسانو هم په مکه کي ژوند کاوه ،چي اصلاً عرب نه وه بلکي دکار او روزګار لپاره مکې ته راغلي وه ، په دغه ډلو ننوتلي وه او خپل ژوند يې کاوه . ([2])
[1] : حليفان هغه کسانو ته ويل کېږي دمکې داصلي اوسېدونکو سره به يې داسي تړون کړى وچي موږ به ستاسو سره هيڅ جګړه نه کوو ، که ستاسو سره چا جګړه کول موږ به ستاسو ملا تړ کوو او که پر موږ باندي چا يرغل کاوه تاسو به زموږ ملاتړ کوئ ، داسي تعهد يوازي په مکه کي نه وو بلکي په ډېرو عربي سيمو کي رواج وو.
[2] : جمهرة الانساب العرب ج : ١ ص : ١٩٨وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ (8) بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ . سورة التکوير الاية ( ٨ ، 9)
راتلونکې برخه:
دعربو اقتصادي وضعيت
Somerset it during spectacle because it is a upstream and chief Buy cialis discount The amount of hitchy commotion accredit via undeviating
Srhnrk hwjxsd cialis super active when will generic cialis be available