مخپاڼه / سیرت نبوی / دعبيدة بن حارث سرية
سیرت

دعبيدة بن حارث سرية

دعبيدة بن حارث سرية

کله ،چي دهجرت دلومړى کال اته مياشتي تيري سوي وې نو رسول الله(ص) يوه شپېته کسيزه ډله تياره كړه دا هغه پېښه ده ،چي پکښي دلومړى ځل لپاره اسلامي بيرغ پورته سوى دئ او دپورته کېدو وياړ يې دعبيدة(رض) په برخه وو البته ددې بيرغ رنګ سپين وو کله ،چي دغه ډله رابغ نومي ځاى ته ورسېده په همغه ځاى کي دقريشو ددوه سوه کسيز لښکر سره مخ سوه يو پر بل باندي يې دغشو وارونه وکړه خو وروسته بيا کومه جګړه نه ده سوې . پاته دي نه وي ،چي په دې سريه کي دلومړى غشي غورځولو وياړ سعدبن ابي وقاص’ ته ورپه برخه سو. همدا ډول په دې سريه کي دمکې دوه مسلمانان داسلامي فوج سره يوځاى سوه ،چي يو مقداد بن عمرو(رض) او بل عتبة بن غزوان(رض) وو دوى په دې موخه دکفري فوج سره راوتلي وه ،چي ګوندي دمسلمانانو سره دجګړې پر مهال دهغوى سره يوځاى سي.([1])

[1]  : ابن هشام – السيرة ١ \ ٥٩١ ، الواقدي – المغازي ١ \ ١٠ .

راتلونکې برخه:

دبواط غزا

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

2 تبصیری

  1. how long for viagra to work [url=https://viagenupi.com/#]viagra online without prescription[/url] free viagra
    samples viagra online without prescription buy viagra without prescription https://viagenupi.com/