مخپاڼه / سیرت نبوی / دسويق غزا

دسويق غزا

دسويق غزا

نوموړې غزا دلوى اختر په مياشت کي دهجرت په دوهم کال رامنځته سوه.([1])

دنوموړي غزا لامل داوو  ،چي ابوسفيان په خپل غچ اخيستلو پسي لېونى وو ځکه ده غوښته ،چي ديوې خوا دخپل قوم درنګ بدۍ مخه تر يوه بريده ډب کړي او دبلي خوا خپل ډک زړه خالي کړي په همدې موخه يې قسم کړى وو ،چي تر هغه وخته پوري به دجنابت څخه غسل نه کوي څو دمحمد(ص) سره يې جنګ نه وي کړى نو ځکه يې دوه سوه پر آسو سواره نفر دجنګ لپاره تيار کړه او دخپلي سيمي څخه راوخوځېده ومدينې ته يې په دوولس ميله فاصله کي په (نيب) نومي ځاى کي دغره په لمن کي خپلي خېمې ودرولې څرنګه ،چي ده خو ددې توان نه درلودئ ،چي مخامخ دمسلمانانو سره جګړه وکړي نو غوښتل يې ،چي په پټه پر مسلمانانو باندي غلچکي بريد وکړي په همدې خاطر دشپې په پټه مدينې ته راننوتى (حيى بن اخطب) ته ورغلى غوښته يې ځني وکړه ،چي هغه همکاري ورسره وکړي يعني لاره اوليکه وروښيي خو هغه له دې بېري ،چي که زه دده سره همکاري وکړم پايلي به يې بدي وي نو ځکه يې دده غوښتنه ونه منل او جواب  يې ورکړ ، بيا ابوسفيان دبنونضير دقوم يو بل مخور کس ته ،چي سلام بن مشکم نومېدئ  ورغلى او هغه ته يې سلام ووايه بيا يې دهغه څخه ددننه تللو اجازه وغوښتل هغه اجازه ورکړه ځکه هغه دمسلمانانو سخت دښمن وو په دغه وخت کي يې خپله کرغېړنه څېره بربنډه کړه  ميلمستيا يې ورکړه ، لار اوليکه يې هم وروښودل يعني دمسلمانانو دټولو کړنو او څړځايونه په اړه يې معلومات ورکړ، ابوسفيان دشپې په وروستۍ برخه کي را ووتئ خپلو ملګرو ته يې ځان ورساوه دخپلو ملګرو څخه يې يوه ډله را روانه کړه دمدينې په يو اړخ کي (عريض) نومي ځاى ته يې ځان را ورساوه په دغه ځاى کي يو څه دخرماوو وني وې هغه يې پرېکړې او يوانصاري  صحابي اودهغه يو حليف ،چي په خپله مځکه کي وه هغه يې ووژل دستي په چابکۍ سره دمکې پر لوري وتښتيدل.([2])

رسول الله(ص) ،چي کله خبر سو دستي يې دوى تعقيب کړه خو دوى په ډېره چابکۍ سره روان وه اسلامي فوج پسي ونه رسېدئ مګر دهغو څخه ځکه ډېر مالونه ، شراب ، او نور سامانونه پاته سوي وه ،چي دخپل ځان باريې سپکاوۍ اوډېر ژر يې ځان رساوه .

الله(ج) خبر دئ ،چي ددوى په زړونو کي به څومره وهم وو ،چي تر هر څه تاوان تېر وه خو ځان يې خلاصوى هغه مالونه ،چي ددوى څخه پاته سوي وه مسلمانانو ته په لاس ورغلل ټول يې دځان سره يو وړل .رسول الله(ص) دوى تر (قرقرة الکدر) نومي ځاى پوري تعقيب کړه نور نه پسي ولاړئ  او بېرته مدينې منورې ته را وګرځېدئ نوموړې غزا دبدر تر غزا دوې مياشتي وروسته سوې ده ،چي دهجرت ددوهم کال دلوى اختر مياشت وه کله ،چي رسول الله(ص) په دغه غزا کي تشريف وړى دتيري غزا په څېر يې دمدينې منورې دنظم چاري و ابولبابة بن عبدالمنذر(رض) ته سپارلي وې .([3])

[1]  : الطبري – التاريخ ٢ \ ٤٨٤

[2]  : ابن هشام – السيرة ٢ \ ٤٢٢ ، ٤٢٣  باسناد صحيح الي عبدالله بن کعب الطبري – التاريخ ٢ \ ٤٨٤ ، الواقدي – مغازي ١ \ ١٨١ .

[3]  : زاد الميعاد ١\ ٩٠ ، ٩١ الطبري – التاريخ ٢ \ ٤٨٤ ، الواقدي – مغازي ١ \ ١٨١ .

راتلونکې برخه:

دذي امر غزا

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

5 تبصیری

  1. Cialis San Marino Generic Cheap Propecia Online Olivier Ameisen order cialis online Kamagra Lange Powerpoint Presentation On Amoxicillin Keflex Cause Yeast

  2. widely excuse cenforce 100 apart cousin deliberately cash cenforce for cheap better
    oil morning insect cenforce for sale canada again storage [url=http://cavalrymenforromney.com/#]cenforce for sale cheap[/url] automatically corner cenfor alone floor http://cavalrymenforromney.com/

  3. what does viagra do to women [url=https://viagenupi.com/#]generic viagra online[/url] viagra samples walgreens generic
    viagra online how much is viagra https://viagenupi.com/

  4. totally harm [url=https://amstyles.com/#]generic ventolin[/url] terribly
    promise rarely bear albuterol inhaler generic prices deeply
    dinner generic ventolin please language https://amstyles.com/