دسرور زرو کرښي (پنځمه برخه)
لينکه او راټولونه : محمد نبي سلطاني
١ _ ريښتينى مفلس : د حضرت ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ايا تاسي پوهېږې ، چي مفلس څوک دئ ؟ هغوى وويل : په موږ کي هغه څوک مفلس دئ چي درهم او متاع ( پيسې او نور سامان ) نه لري . نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : زما په امت کي هغه څوک مفلس دئ ، چي د قيامت په ورځ د لمانځه ، روژې او زکات سره راسي ، خو يوه ته ئې ښکنځل کړي وي ، پر بل ئې بېځايه تهمت لګولى وي ، د بل ئې مال خوړلى وي ، د بل ئې وينه توى کړې وي ، بل ئې وهلى وي ، نو يوه ته به د ده له نېکيو څخه څه ورکړل سي ، بل ته به هم څه ورکړل سي او که چېري د ده نېکۍ مخکي تر دې چي د خلکو حقونه پوره سي ، خلاصي سي نو د نورو ګناهونه به پر ده واچول سي( ده ته ورکول سي ) او بيا به اور ته وغور ځول سي .
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم : «أَتَدْرُونَ مَا الْمُفْلِسُ؟» قَالُوا: الْمُفْلِسُ فِينَا مَنْ لاَ دِرْهَمَ لَهُ وَلاَ مَتَاعَ. فَقَالَ: «إِنّ الْمُفْلِسَ مِنْ أُمّتِي، يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصَلاَةٍ وَ صِيَامٍ وَزَكَاةٍ، وَ يَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا، وَ قَذَفَ هَذَا، وَ أَكَلَ مَالَ هَذَا، وَ سَفَكَ دَمَ هَذَا، وَ ضَرَبَ هَذَا. فَيُعْطَىَ هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ وَ هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ. فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ، قَبْلَ أَنْ يُقْضَىَ مَا عَلَيْهِ. أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ. ثُمّ طُرِحَ فِي النّارِ».
( رواه مسلم )
٢- ستر خيانت : له حضرت سفيان بن اسيد حضرمي رضى الله عنه څخه روايت دى ، چي ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چي فرمايل ئې : دا ډېر ستر خيانت دئ ، چي ته خپل مسلمان ورور ته دا سي خبره وکړې ، چي هغه تا رښتنى ګڼي ، خو ته ورته درواغ وايې .
عَنْ سُفْيَانَ بْنِ أَسِيدٍ الْحَضْرَمِىِّ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « كَبُرَتْ خِيَانَةً أَنْ تُحَدِّثَ أَخَاكَ حَدِيثًا هُوَ لَكَ بِهِ مُصَدِّقٌ وَأَنْتَ لَهُ بِهِ كَاذِبٌ ». ( رواه ابوداود )
٣ _ حسد او كينه مه كوه ! كله چي پر خپل مسلمان ورور د الله تعالى د وركړو نعمتونو څه نښي ووينې په هغه خوشاله كېږه او د الله تعالى حمد وثنا وايه لكه څنګه چي پر خپل ښه حال شكر کوې همداسي د خپل مسلمان ورور پر خوشالۍ او ښه حالت شكر كاږه ځکه الله تعالى فرمايي :
أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ . ( سورة النساء : ايت، ٥٤)
ژباړه : ايا له خلکو سره په هغه څه باندي حسد کوئ ، چي الله جل جلاله له خپل فضل څه ورکړي .
٤ – د رسول الله صلى الله عليه وسلم ژوند : د رسول الله صلى الله عليه وسلم ټول ژوند مينه او رحمت وو، په کور کي يو مهربانه خاوند،زړه سوانده پلار او مشر، په کلي کي يو خواخوږى ګاونډى ،په مسجد کي د خلګو نجات او خلاصون ته لېواله امام ، دامت له پاره د غني عاطفې لرونکى لارښود، د دښمن په مقابل کي زړه ور قائد او امين شخصيت وو.
٥ _ ځوانه ! ته ديو ټولني دملا دتير حيثيت لري، دټولني دپرمختګ اوترقې په کارونو کي تربل هرچا فعاله ونډه لرې ، همدا ته ئې، چي يو ملت دآزادۍ په لوى نعمت نازوې او همدا ته ئې چي ديوملت سرمايه گڼل کېږې . نو پوهه سه! چي ته د افغان اولس هغه د سر تاج ئې ، چي تعليم، اقتصاد، تجارت، امنيت، صحت او ثقافت په خپل مټ او برکت سره پرمخ بيا ئې ، نو که ستا غښتلي مټي، سالم فکر ، روښانه اند او ښه نيت نه وي ، افغان اولس ته له تور تمونو څه څوک نجات ورکوي .
٦ _ د ژغورني لار : د تقدير په قانون کي د ولسونودلوړتيا او ځوړنتيا لاري معلومي دي عزت او سر لوړي د هغو ولسونو له پاره ده چي د ژغورني او پر مختګ پر لاره روان وي څوک ، چي د ذلت لار غوره کړي هغه به اخر په کنده کي لوېږي.
٧ _ مال او دولت: په مال او پیسو کور رانیولاى سې، مګر د کور خوږ ژوندنه سې په رانیولای.
په مال او پیسو ښه تخت او او پلنګ رانیولای سې، مګر خوب نه سې په رانیولای.
په مال او پیسو ساعت رانیولای سې، مګر وخت نه سې په رانیولای.
په مال او پیسو کتاب رانیولاى سې، مګر علم نه سې رانیولای.
په مال او پیسو قلم رانیولاي سې، مګر لیکل نه سې په رانیولای.
په مال او پیسو دوا رانیولاى سې، مګر صحت نه سې په رانیولای.
په مال او پیسو وینه رانیولای سې،مګر ژوند نه سې په رانیولای.
په مال او پیسو د رمانسي شپې له پاره شمعه رانیولاي سې، مګر محبت نه سې په رانیولای.
٨ _ ځان ارام او هوساکړ: چي كله مي له خلګو سره كينه پريښودل او عفو مي غوره كړه ځان مي د عداوت او دښمنيو له رنځ څخه آرام او هوساکړ، زه خو چي اوس دښمن ووينم هم سلام ورته كوم ددې په خاطر چي شر ئي له ځان څخه په سلام دفع كړم او كه مي څوك په زړه كي بد هم ايسي خو په ظاهره څېره په داسي خوشالۍ د هغه هرکلى کوم لكه زړه چي مي د هغه له ميني ځخه ډك وي .
٩ _ لويه بدبختي : دځان له پاره بې کاري مه غوره کوئ ، ځکه د بې کاره سړي مغز د شيطان دوکان دئ او بې کاري لويه بد بختي ده بايد خپل وختونه په عبادت، کار، درس او مطالعه تېر کړو.
١٠ _ زړه تړل… : چا چي په دنیا پوري زړه وتړۍ،د الله جل جلا له سره د مناجات خوند نه سي څکلای.
چا چي د بېهوده شیانو سره زړه وتړۍ،له قرآنکریم سره دمیني خوند نه سي څکلای.
چا چي په مقام او مرتبې پوري زړه وتړۍ، د الله جل جلاله پر وړاندي د عاجزۍخوندنه سي څکلای.
چا چي په شهواتو پوري زړه وتړى، د الله جل جلاله د پېژندني خوند به ونه څکي.
چا چي پر ښځه او اولادونو،پوري زړه وتړى ، د الله جل جلاله په لاره کي د جهاد کولو خوندبه ونه څکي.
او څوک چي ډېري ارزو ګاني ولري ، د جنت شوق به احساس نه کړي!