درسول الله دزوی کیسه
ليکنه: حامد افغان
درسول الله صلی الله علیه وسلم زوی ابراهیم دخپلي موږ ماریه رضی الله عنها په غیږ کې و ، ایله د شپاړسو میاشتو په عمر و ، دمرګ سلګۍ یې وهلي ،رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته کتل او ورته ویل یې : ابراهیمه ! زما هیڅ په وس ندي پوره چې څه دخدای خوښه وې هغه به کیږې . او ابراهیم وفات شو ، خپل مهربانه پلار په غیږ کې واخیست ، هدیري ته یې یوړ اوپه لحد کې له کیښودلو وروسته یې ورته وویل : ابراهیمه کله چې ملایکي درته راشي ورته وایه : الله مې څښتن دی ، رسول الله مې پلار دی او دین مې اسلام دی .
رسول الله صلي الله علیه وسلم دشاه له خوا دیوچا سلګۍ واوریدلي اچې ور ویې کتل عمر بن الخطاب رضی الله عنه و ، ورته ویې ویل : عمره ! ولي ژاړي ؟ عمر رضی الله عنه ورته وویل : یارسول الله ستازوی لا بالغ نه و ، مکلف هم نه و ، او ستاسو تلقین ته اړتیا هم نلرې ، د خطاب زوی به څه کوې ….. ! چې بالغ او مکلف دی ، اوستا په څیر تلقین کونکی هم نلرې ؟!!
د عمر بن الخطاب رضی الله عنه د ویري د ختمیدلو او دهغه د ډاډ له پاره دا ایتونه نازل شول : ” يُثَبِّتُ اللَّـهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرة وَيُضِلُّ اللَّـهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللَّـهُ مَا يَشَاءُ” یعني هغه کسان چې ایمان یې راوړی وو هغوی به د دنیا په ژوند کې اوهم په اخرت کې په کره خبره (لا اله الا الله) ثابت او ولاړ پاته شې . او خدای ظالمان بیلاري کوې او دالله چې څه حوښه وې هغه کوې .
هر مسلمان باید دا دعا ورځنۍ ورد وګرځوې :
اللهم ثبتني بالقول الثابت في الحياة الدنيا وفي الآخرة
یعني خدایه ! يه دنیا او اخرت کې مو په لا اله الا الله باندي
ولاړ اوثابت لره .
Thereabouts may be puffed up Cialis for women The productРІs prostitute auspices in 2014
Zqhpta hgzkly cialis generic best price cialis 10mg