مخپاڼه / ځانګړي مطالب / درسول اللهﷺ وسلم وفات

درسول اللهﷺ وسلم وفات

درسول اللهﷺ وسلم وفات

اصحابوكرامو (رضي الله عنهم )ته ترټولو لوي غم درسول اللهﷺ جلاوالي وو همدا بيلتون وو چي ددوي دزړه دنيا يې ورانه کړه .

رسول اللهﷺ چي پر څلويښت كلنۍ پيغمبر سو ديارلس كاله يې په مكه مكرمه كښي تېر كړه لس كاله يې په مدينه منوره كښي تېركړل ددروشپېتم كال دپوره كيدو په بهير کي  درسول اللهﷺ څخه  درخصتېدو نښي ښکاريدي . دبخاري په يوه روايت کي راغلي دي چي رسول اللهﷺ به نور کلونه لس ورځي په روژه کي اعتکاف کاوه په دغه کال يې شل ورځي اعتکاف وکړى همداډول رسول اللهﷺ به نورکلونه دروژې په مياشت کي يوځل جبرائيل(عليه السلام) ته قرآنکريم تېراوه په دغه کال يې دوه ځله قرآنکريم تېرکړى .درسول اللهﷺ درخصتېدوبله نښه داوه چي رسول اللهﷺ په وروستى حج چي (حجة الوداع) ورته وايي واصحابوکرامو ته وفرمايل : ښايي چي بياپدې ځاي کي ستاسو سره يوځاي نه يم . (دجمري عقبې) سره رسول اللهﷺ وفرمايل : تاسو زماڅخه دحج احکام ازده کړى زه په بل حج کي غالبا ستاسو سره نه يم . بيا په رسول اللهﷺ باندي ددغه کال دلوي اخترپه شپوکي سورة نصرنازل سو رسول اللهﷺ پوه سو چي اوس نوددنيا څخه دروانيدو وخت اودا دمرګ خبردى .همداډول رسول اللهﷺ ديوولسم کال دصفري دمياشتي په لومړيوکي داحد شهيدانو ته ورغلي اودهغوي لپاره يې دعا وغوښتل بيارسول اللهﷺ راغلى پرمنبرباندي يې اصحابوکراموته وفرمايل : زه ستاسو دکاروان اميريم. په اللهﷻ قسم يادوم چي خپل حوض (کوثر) وينم . ماته دمځکي اودمځکي دخزانو کيلۍ راکړل سوي دي .په اللهﷻ قسم يادوم چي زماسره داوېره نسته چي تاسوبه زماڅخه وروسته شرک وکړى بلکي زماسره داوېره ده چي تاسوبه ددنياپه لټه کي يودبل سره مقابلې وکړى.([1])

رسول الله پر نهه ويشتمه دصفري دمياشتي ديوولسم هجري کال ديوې جنازي سره دمدېني منوري وهديرې ته تشريف يووړى دهغې خواڅخه دراتګ پرمهال يې پر سر درد شروع سو . ګرمي (تبه) هم دومره زياته ورسره وه چي دسر دتړلي پټۍ سربېره هم دغه تودوالى محسوسيدى . رسول الله ددغه ناروغۍ څخه وروسته يوولس ورځي لمونځ ورکړى درسول الله ټوله ناروغي  ديارلس اويا څوارلس ورځي وه دناروغۍ لومړۍ ورځ يې دوشنبه وه اخيره ورځ يې هم دوشنبه وه .

درسول اللهﷺ طبيعت ورځ تربلي پردرنېدو وو کله چي درسول اللهﷺ دژوندانه وروستى اونۍ سوه دخپلو بيبيانو څخه يې پوښتنه وکړه چي صبا به زه چيري يم يعني دکومي بي بي وارى دى بيبياني درسول اللهﷺ په مقصد پوه سوي دوى مبارکانو ورته وويل کوم ځاي چي ستاخوښ وي هلته واوسه رسول اللهﷺ دبي بي عائشې (رضي الله عنها) خونه غوره کړه رسول اللهﷺ دحضرت فضل بن عباس رضی الله عنه اوحضرت علي رضی الله عنه په منځ کي چي پښې مبارکي يې پرمځکه څکېدلي دبي بي عائشې (رضي الله عنها) وخوني ته يې تشريف يووړى دژوند وروستى اونۍ يې پدغه خونه کي تېره کړه . بي بي عائشې(رضي الله عنها) (قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس) سورتونه درسول اللهﷺ څخه يادکړى وه هغه به يې پر رسول اللهﷺ باندي ددم په ډول ويل. درسول اللهﷺ دوفات څخه پنځه ورځي مخکي دچهارشنبې په ورځ درسول اللهﷺ په بدن مبارک کي ګرمي زياته سوه چي له امله يې تکليف نورهم زيات سواوبي هوښي پرې راغله رسول اللهﷺ وفرمايل : تاسو دمختلفو څاهانو (کوهيانو) اوبه پرما توي کړى چي زه وخلګوته وصيت وکړم درسول اللهﷺ ددغه غوښتني دپوره کولو لپاره يوه تالۍ (لګن) کښيښودل سواوپررسول اللهﷺ باندي ترهغه وخته اوبه واچول سوي چي ده مبارک بس وفرمايه . وروسته پررسول اللهﷺ باندي يوڅه سپکوالى راغلى مسجد ته يې تشريف يووړى منبرته يې ورغلى خطبه يې په ناسته وويل اصحاب کرام پرې راټول سوه رسول اللهﷺ وفرمايل :پريهود اونصاراوو دى داللهﷻ لعنت وي دخپلو انبياؤ(عليهم السلام) قبرونه يې مسجدونه کړل تاسو زما قبربت مه جوړوى چي عبادت يې وکړل سي .([2])

بيارسول اللهﷺ دبدلې اخستلو لپاره ځان وړاندي کړى اووي فرمايل : که ماڅوک پرشاوهلى وي نورادي سي مادي پرشاووهي اوکه ماڅوک پرمخ وهلى رادي سي مادي پرمخ ووهي . وروسته رسول اللهﷺ راکښته سو دماپښين لمونځ يې ورکړى بيا رسول اللهﷺ منبرته وختى خپلى وروستى خبري يې بياوکړى بيايوچاوويل چي يارسول الله ! ستاپرذمه درې درهمه پاته دي رسول اللهﷺ وفضل بن عباس رضی الله عنه ته وويل چي هغه درې درهمه ورکړى بيارسول اللهﷺ دانصارو په اړه وصيت وکړى اووي فرمايل: زه تاسوته دانصاروپه اړه وصيت کوم ځکه هغوي زمازړه اوزماځيګردي هغوي خپل مسؤليت پوره کړى دى خوددوي حق پاته دى تاسو ددوي نيک کارونه قبول کړى اوددوى پرخطاوو باندي درګذروکړى .([3])

درسول اللهﷺ تروفات څلور ورځي مخکي دپنڅشنبې په ورځ درسول اللهﷺ تکليف زيات سو رسول اللهﷺ وفرمايل : تاسو يوکاغذ راوړى چي زه يوشي دروليکم چي بيا به ستاسو په منځ کي اختلاف نه پيداکيږي . پدغه وخت کي درسول اللهﷺ په کورکي څوکسان وه چي يويې عمر رضی الله عنه وو ده مبارک وويل پررسول اللهﷺ باندي تکليف زيات دى کاغذ ته اړتيا نسته زموږ په منځ کي قرآيکريم سته دغه قرآن زموږ لپاره بسنه کوي . پدغه حالت کي داصحابو کراموپه منځ کي اختلاف پيداسو چاويل کاغذ راوړو چي رسول اللهﷺ ليکل پرې وکړي چابه ويل چي عمرy څه وايي هغه خبره صحيح ده آخرددوي ږغ پورته سو شورجوړ سو نو رسول اللهﷺ ورته وويل ځئ ولاړسئ .([4])

پدغه ورځ درسول الله دزياتي ناروغى سره بياهم رسول الله دماښام لمونځ ورکړى او(والمرسلات غرقا) سورة يې پکښي ولوستى ([5])

خودماخستن لمونځ يې ورنکړى ځکه رسول اللهﷺ څوځله وغوښتل چي ولاړسي خوبيرته به بېهوښي پرې راغله آخر يې وحضرت ابوبکر رضی الله عنه ته خبرورکړى چي لمونځ ورکړى .([6])

درسول اللهﷺ دوفات څخه يوه يادوې ورځي مخکي يعني دشنبي يايکشنبې په ورځ درسول اللهﷺ په طبيعت کي يوڅه هوسايي محسوس سوه نورسول اللهﷺ ددوو کسانوپه منځ کي دماپښين لمانځه لپاره مسجد ته ولاړى پدغه وخت کي ابوبکر رضی الله عنه وخلګوته لمونځ ورکاوه ابوبکر رضی الله عنه چي رسول اللهﷺ وليدى نو راشاته کيدى رسول اللهﷺ اشاره ورته وکړه چي مه شاته کيږه راوستونکوته يې وويل چي دابوبکر رضی الله عنه راسته لوري ته مي کښېنوى نوابوبکر رضی الله عنه درسول اللهﷺ اقتدا کول اوپه اصحابوبه يې تکبير اوروى .([7])

ديکشنبې په ورځ رسول اللهﷺ خپل ټول مريان ازاد کړل  اوه ديناره ورسره وه هغه يې خيرات کړه ددغه شپې دڅراغ بلولو لپاره بي بي عائشې (رضي الله عنها) دهمسايه څخه تيل په پور واخستل .درسول اللهﷺ دژوندانه دوروستى ورځي په اړه انس رضی الله عنه فرمايي : کله چي ددوشنبې په ورځ اصحابوکرامو دسهارلمونځ کاوه رسول اللهﷺ ناڅاپه دحجرې پرده پورته کړه اصحاب کرام په صفونوکي په لمانځه اخته وه رسول اللهﷺ مسکى سو  ابوبکر رضی الله عنه پدې فکرسوچي رسول اللهﷺ لمانځه کولوته تشريف راوړى دى دشاته کيدوهڅه يې وکړه  انس رضی الله عنه زياتوي چي اصحاب کرام درسول اللهﷺ په ليدوسره دومره خوشاله سوه چي نژدې وو چي لمونځ مات کړي خورسول اللهﷺ په خپل لاس مبارک سره اشاره ورته وکړه چي خپل لمونځ پوره کړى بيا حجرې ته ننوتى ([8])

کله چي غرمه سوه رسول اللهﷺ خپله لور بي بي فاطمه (رضي الله عنها) راوغوښتل په غوږ کي يې خبره ورته وکړه دې مبارکي وژړل بيايې بله خبره ورته وکړه دې مبارکي وخندل .بي بي عائشة (رضي الله عنها) وايي چي وروسته موږ دبي بي فاطمې څخه پوښتنه وکړه چي رسول اللهﷺ څه درته وويل ؟ دې مبارکي په جواب کي راته وويل چي لومړى ځل رسول اللهﷺ راته وويل چي زه پدغه ناروغۍ کي وفات کيږم ماوژړل بيارسول اللهﷺ په غوږ کي راته وويل چي زما په کورنۍ کي به لومړۍ ته په ماپسي راسي يعني ترټولومخکي به ته وفات سي نوماوخندل ([9])

دبله پلوه درسول اللهﷺ تکليف آن په آن زياتيدى دهغه زهرو اغيزې ښکاره سوي چي په رسول اللهﷺ باندي په خيبرکي خوړل سوي وه بيا رسول اللهﷺ وفرمايل : اې عائشې ! دهغه زهرو اثرمحسوسوم چي په ماباندي په خيبر کي خوړل سوي وه اوددې اثرڅخه زما دسا رګ پرېکيږي.([10])

درسول اللهﷺ تکليف زياتيدى آن چي درسول اللهﷺ ځنکدن پيل سو بي بي عائشة(رضي الله عنها) فرمايي : چي ما رسول اللهﷺ ته پرخپل ځان تکيه ورکړى وه دامبارکه زياتوى چي زمالپاره لوي افتخار دادى چي رسول اللهﷺ زما په خونه ، زماپه غيږ اوزما دوار په ورځ وفات سو. اواللهﷻ درسول اللهﷺ دوفات په وخت کي زما اودده ناړى سره يوځاي کړى .

دامبارکه زياتوي چي عبدالرحمان بن ابوبکر(رضي الله عنهما) راغلى په لاس کي يې مسواک وو رسول اللهﷺ مسواک ته کتل زه پوه سوم چي رسول اللهﷺ مسواک غواړي مارسول اللهﷺ ته وويل : ستالپاره مسواک ځني واخلم ؟ رسول اللهﷺ دسرپه ښورولوسره دهواشاره راته وکړه ما د عبدالرحمان رضی الله عنه څخه مسواک واخستى رسول  اللهﷺ ته مي ورکړى خورسول اللهﷺ ته هغه مسواک سخت محسوس سوبيا ماورته وويل دغه مسواک ستا لپاره نرم کړم ؟ رسول اللهﷺ بيا دهو اشاره راته وکړه ما مسواک نرم کړى رسول اللهﷺ ته مي ورکړى رسول اللهﷺ په ښه ډول سره مسواک وواهه . درسول اللهﷺ ومخ ته په يوه ټکوري کي اوبه وي رسول اللهﷺ په هغه ټکوري کي لاس واچوي اوبه يې راواخستي پرمخ مبارک يې تېري کړى بيايې وفرمايل : (لااله الاالله ) مرګ ډېري سختئ لري .([11])

بي بي عائشة (رضي الله عنها) فرمايي : چي رسول اللهﷺ دمسواک ترفراغت وروسته لوړ لوري ته وکتل اوشونډان يې ښورول يوڅه يې ويل ماچي غوږ ورنژدې کړى رسول اللهﷺ داسي ويل :

اې خدايه ! تا په خپل انعام سره انبياء ، صديقين ، شهداءاوصالحين ونازول اې اللهﷻ ! ماوبخښي ، پرمارحم وکړي اومارفيق اعلي ته ورسوي . رسول اللهﷺ وروستى جمله درې ځلي وويل لاس يې کښته سو او درفيق اعلي سره ودې ظاهري ژوند ته دپاي ټکى کښيښودى  ((انا لله وانا اليه راجعون )).([12])

اګردنيا تاقيامت زنده بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــودي

ابوقاسم محمد تاقيامت زنده بـــــــــــــــــــــــودي

 روضة الافكارليكي : (جبرئيل عليه السلام) ، دمرګ ملائكه ، يوه بله ملائكه چي اسمعيل نوميده او اويا زره ملائكي ورسره وي پر رسول اللهﷺ يې سلام ووايه جبرئيل (عليه السلام) ورته وويل : يارسول الله جنتونه ټوله برابرسوي دي دروازې يې خلاصي دي دجنت حوري ښائسته سوي دي ايا ته غواړي چي ستا قبر دي ترعرش لاندي يا په جنت كښي سي ؟ رسول اللهﷺ دخپل امت سره يوځاي والي غوره كړي .

كوم وخت چي درسول اللهﷺ روح دبدن مبارك څخه وواتي يو ډول خوشبويي پورته سوه ، بي بي عائشه (رضي الله عنها) وايي كله چي درسول اللهﷺ سپېڅلى روح وواته ما تراوسه داسي خوشبويي نه وه ليدلي ، ورسته په مدينه منوره كښي يوډول تېاره وغوړيده دډېره غمه څخه اصحابو كرامو به ځينو دځينوسره نه ليده ځيني يې شلان سوه ځيني يې ګونګيان سوه ځيني سخت ناروغان سوه.

 دډيرواختلافونوڅخه وروسته دحضرت ابوبكرصديق رضی الله عنه سره بايعت وسو بيا نودرسول اللهﷺ په تكفين اوتجهيز (دښخيدومراسم )  باندي يې شروع وكړه حضرت علي رضی الله عنه په يخو اوبوسره غسل وركړى حضرت عباس رضی الله عنه اودهغه زوي فضل رضی الله عنه او اسامه بن زيد رضی الله عنه  ورسره وه او اوبه يې ورتويولي بيا يې په دروسپينو جامو كښي كفن وركړي وروسته خلګودامامت پرته جلا جلا لمونځ وركړى ، وروسته ښځو اوبيا كوچنيانو لمونځ پرې وكړى ، حضرت طلحة رضی الله عنه لحد ورته وكښي پركوم ځاي چي يې وفات كړى وو پرهغه ځاي يې د  چهارشنبې په ورځ دفن كړى په يوه بل روايت كښي راغلي دي چي دسه شنبې په ورځ يې ښخ كړي . داچي رسول اللهﷺ ددوشنبې په ورځ وفات كړي وو اودسه شنبې يا چهارشنبې په ورځ دفن  سو دځنډ لامل يې داصحابو كرامو دزياته غمه اختلاف وو. سفيان سوري رحمه الله وايي : څوك چي دروشپېته كلنۍ ته ورسيږي دځان لپاره دي كفن برابركړي ځكه رسول اللهﷺپه درشپېته كلنۍ كښي وفات كړي دي .([13])

منبع: سپېــــــڅلي ورځــــــــــــي.

لیکوال: مفتي عبدالهادي حماد.


([1] ) متفق عليه .صحيح بخاري (٢—٥٨٥)

([2] ) صحيح بخاري (١–٦٢) مؤطاء امام مالک صفحه(٣٦٠) علي اختلاف الروايات .

[3] مشکوة (٢ــ٥٤٦) صحيح بخاري (١–٥١٦)

([4] )متفق عليه ــ صحيح بخاري (١ –٦٢،٤٢٩، ٤٤٩ – ٢- ٦٣٨)

([5] ) صحيح بخاري باب مرض النبيr

([6] ) متفق عليه مشکوة (١– ١٠٢)

([7] ) صحيح بخاري (١—٩٨، ٩٩)

([8] ) بخاري  باب مرض النبيr

([9] ) بخاري (٢–٦٢٨)

([10] ) بخاري (٢–٦٣٧)

([11] )نزهة المجالس الجلد (٢) صفحه (١٧٠)

([12] ) صحيح بخاري (٢—٦٣٨ الي ٦٤١)

([13] ) نزهة المجالس الجلد (٢) ، صفحه ۱۷۰  

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …