د حضرت عمر رضی الله عنه به څه بيان کوې هر سړى دده په بهادري خبر دئ او دده په مېړانه اقرار کوي د اسلام په شروع کي چي مسلمانان په کمزوري حالت کي وو نبي صلی الله علیه وسلم په خپله داسلام د قوت لپاره دده د مسلمانېدو دعاوکړه او درسول الله صلی الله علیه وسلم هغه دعا قبوله سوه حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي: موږ دعمر رضی الله عنه تر مسلمانېدو تر وخته پوري و کعبې ته نژدې په ښکاره لمونځ نه سواى کولاى ، حضرت علي رضی الله عنه فرمايي: په لومړى وخت کي به مسلمانانو په پټه هجرت کاوه يو ــ يو به تلى خو کله چي عمر رضی الله عنه د هجرت اراده وکړه نو توره يې په غاړه کړه لېندۍ يې په لاس کي واخيسته او ډېر غشي يې هم د ځان سره واخيسته لومړى مسجد ته ولاړى په ښه ارامۍ سره يې طواف وکړى بيايې په ښه ارامۍ سره لمونځ وکړى وروسته د کافرانو مجلسوته ورغلى او ورته وې ويل: د چاچي زړه غواړي چي موريې پر وژاړي ، ښځه يې کونډه سي او اولادونه يې يتيمان سي هغه دي د مکې دباندي راووزي او زما مقابله دي وکړي دا وينا يې جلا ــ جلا ډلو ته وکړه بيايې تشريف يووړى په هيچا کي دومره همت نه سو پيدا چي دده مقابلي ته ورووزي .([1])
منبع: فضائل الاعمال، د اصحابو قصې.
ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله
([1] ) اسد الغابة