دبني قينقاع غزا
نوموړې غزا دهجرت په دوهم کال دکوچني اختر دمياشتي پر پنځلسمه نېټه رامنځته سوه .([1])
نوموړې پېښه هغه وخت رامنځته سوه ،چي مسلمانانو دبدر په غزا کي بې ساري برياليتوب تر لاسه کړ،دغه حالت دمدينې يهوديانو نه سواى زغملاى په ځانګړي ډول دبني قينقاع قوم خلګ ،چي په مدينه کي دننه اوسېده او دغه سيمه ددوى دقوم په نامه ياديده . ددوى په زړونو کي کينه اودښمني زياته سوه په پايله کي يې هغي وعدې ته ،چي رسول الله(ص) ددوى سره داور بند او يو بل ته دتاوان نه رسولو په اړه کړې وه بې وفايي شروع کړل مسلمانانو ته يې سپکي خبري کولې کله ،چي به مسلمانان ددوى بازار ته ورغلل دوى به پسخندونه په وهل اومسخري به يې پر کولې.([2])
سره ددې ،چي رسول الله(ص) کله دبدر څخه تشريف راوړئ دوى يې په خپل بازار کي سره را يوځاى کړل او بيا يې ورته وفرمايل : اې يهوديانو! دالله(ج) په دين کي داخل سئ تر څو په دنيا اوآخرت کي په امن پاته سئ که نه نو تاسو به هم دقريشو په برخليک اخته سئ يعني تاسو به هم داسي ووژل سئ لکه قريش ،چي ووژل سوه او سخت تاوانونه يې وليدل په غم لړلي يهوديان ددې پرځاى ،چي په خپله ګټه پوه سي او رسول الله(ص) ته داسي جواب ووايي ،چي ددوى ددنيا اواخرت ګټي پکښي نغښتي وي داسي جواب يې ووايه ،چي په حقيقت کي يې دځان سره بې ساري دښمني وکړه هغه داسي ،چي دوى ورسول الله(ص) ته وويل : اې محمده ! تا دقريشوڅو تنه داسي کسان ووژل ،چي په جنګ نه پوهېدل که ستا زموږ سره جنګ سي بيا به ته پوه سې ،چي موږ څومره مېړني اوبهادر قوم يو او تاسو ته څومره سخت جواب درکوو. ([3])
په حقيقت کي ددوى دغه جواب دالله(ج) سره دجګړې په معنا وو ځکه الله(ج) دستي ددوى دمغلوبيت (ماتي) څرګندوالى وکړ او رسول الله(ص) ته يې وښودل ،چي دوى ته ووايه : تاسو به ماته خورئ او دوزخ ته به اچول کېږئ دقريشو ماته ستاسو لپاره نښه وه يعني تاسو به هم ددوى پر پله ولاړ سئ او ددوى په برخليک به اخته سئ.([4])
اخر داچي دوى درسول الله(ص) ددغه مهربانۍ اونصيحت سره نور هم پر چپه لاره روان سوه خپله دښمني يې په ښکاره پيل کړه . يوه ورځ دمسلمانانو يوه ښځه دبني قينقاع بازار ته ديوې اړتيا پوره کولو لپاره تللې وه يوه زرګر ته کښېناستل يهوديانو ددې دمخ لڅول وغوښته خو دې دمخ لڅولو څخه ډډه وکړه زرګر يو بل شيطاني کار ترسره کړ، هغه داچي ددې جامه يې په خپله جامه پوري غوټه کړه ،چي دغه مسلمانه ښځه په خبره نه وه کله ،چي دغه ښځه ولاړه سوه لوڅه سوه يهوديانو په زوره پر وخندل ښځي نارې کړې ،چي په نارو يې يو مسلمان خبر سو پر يهودي زرګر يې بريد وکړ، هغه زرګر يې وواژه يهوديانو په جوابي بريد کي مسلمان وواژه دوژل سوي مسلمان کورنۍ شور جوړ کړ، ومسلمانانو ته يې ديهوديانو پرضد فرياد وکړ، په پايله کي دمسلمانانو اويهوديانو ترمنځ اور بل سو([5])
ددغه پيښي په رامنځته کېدو سره درسول الله(ص) دصبر پيمانه ډکه سوه دمدينې دنظم چاري يې ابولبابة بن عبدالمنذر(رض) ته وسپارلې خپله يې وحضرت حمزة(رض) بن عبدالمطلب ته سپين بيرغ ورکړ او داسلامي فوجونو سره يوځاى يې دبني قينقاع په لوري مخه کړه . اسلامي فوجونو ډېر ژر دبني قينقاع قوم محاصره کړ، رسول الله(ص) دوى په ډېره سختۍ سره محاصره کړه دغه شپه دجمعې وه لکه مخکي ،چي مو وويل دکوچني اختر دمياشتي پنځلسمه نېټه وه او دهجرت دوهم کال وو.
دغه محاصره تر پنځلسو ورځو پوري وغځېده يعني دمياني دمياشتي تر لومړۍ پوري دغه محاصره وه الله(ج) ديهوديانو په زړونو کي بېره اورعب واچوئ دوى په دې فکر سوه ،چي رسول الله(ص) به زموږ دځان ، مال اوښځو سره څه معامله وکړي؟ اخر داچي دوى ټوله زند اوبند سوه هيڅ دخلاصون لاره يې نه درلوده پرته له دې ،چي ووژل سي او خپل ځانونه تسليم کړي.([6])
عبدالله بن ابى بن سلول ،چي يوه مياشت وړاندي يې دمنافقت اسلام راوړى وو په دغه ځاى کي يې خپل دمنافقت اوشيطانت رول اداکړ، په ډېره عاجزي سره يې رسول الله(ص) ته زارۍ شروع کړې او ورته وې ويل ،چي يا رسول الله(ص) ! يهوديانو ته بخښه وکړه ، احسان ورسره وکړه، دوى مه وژنه ، دوى زما حليفان دي رسول الله(ص) دده د غوښتني په پوره کولو کي ځنډ وکړ، ده دوهم ځل بيا خپله غوښتنه تکرار کړه رسول الله(ص) مخ ځني واوړوئ ، ده دريم ځل درسول الله(ص) ګرېوان ته لاس ورواچوئ ، رسول الله(ص) ده ته په قهر سو او ورته وې ويل : ليري سه ! خو ده خپل چل او ول نه پرېښودئ خپله غوښتنه يې تکرارول او ويل يې ،چي يا رسول الله(ص) ! څلور سوه ځوانان او درې زره زغره اغوستونکي ،چي زه يې ډېر وخت ساتلى وم تاسو يې په يوه سهار وژنئ ، رسول الله(ص) ددوى په اړه دبخښي اعلان وکړ او دوى ته يې وفرمايل : ،چي دوى دي ددې ځاى څخه کوچ وکړي نور دي دلته زموږ په همسايتوب کي نه اوسيږي . يهوديانو درسول الله(ص) دوينا سره سم دشام پر لوري وخوځيدل خپل ځايونه يې پرېښودل.رسول الله(ص) ددوى مالونه ضبط کړه اوددغو مالونو څخه يې دځان لپاره درې ليندۍ ، دوې زغري ، درې توري او درې نېزې واخستې بيا يې دغنيمت دمال څخه خمس ( پنځمه برخه ) جلا کړه .([7])
[1] : الطبري – التاريخ ٤ \ ٣٧٦ ، ٣٧٧ ، ابن حجر – الاصابة ٤ \ ٢٣٨ ، الواقدي – المغازي ١ \ ١٧٤ .
[2] ابن حجر – فتح الباري ٧ \ ٣٣٢ ، ابوداود – السنن ٣ \ ٤٢٢ حديث : ٣٠٠١ ، ابن هشام ٣ \ ٧١ ، ٧٢
[3] : ابن هشام – السيرة ٢ \ ٢٩٤ ، ابوادود – السنن ٣\ ٤٠٢ ، وانظر ابن حجر – فتح الباري ٧ \ ٣٣٢ .
[4] : ) قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ (12) قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَى كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَنْ يَشَاءُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ- سورة آل عمران الايتان : ١٢ ، ١٣ .
[5] : ابن هشام – السيرة ٣ \ ٧٠
[6] : البخاري – الصحيح ٣ \ ١١ حديث ٤٠٢٨ ، مسلم – الصحيح ٣ \ ١٣٨٧ حديث ١٧٦٦ ابن هشام – السيرة ٣ \ ٧٠ ، ٧١ ، الواقدي – المغازي ١ \ ١٧٦ ، ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٢٩.
[7] : زاد الميعاد ٢ \ ٧١ الي ٩١ ، الواقدي – المغازي ١ \ ١٧٦ ، ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٢٩.
راتلونکې بـرخه:
دبني سليم غزا
Worldwide Bentyl Hay Viagra Generico Cialis Por Primera Vez Cialis Olanzapine For Sale Next Day Delivery
possibly obligation generic viagra sales roughly problem lowest price generic viagra 100mg occasionally
period sale generic viagra online pills almost pin [url=http://viacheapusa.com/#]viagra
online[/url] early possibility viagra for sale else female http://viacheapusa.com/
buy azithromycin
azithromycin dosing
azithromycin bronchitis
buy azithromycin online without prescription
specifically sell [url=http://cialisles.com/#]cialis
online pharmacy[/url] ultimately doctor frequently quantity
tadalafil without a doctor’s prescription moreover fish cialis online pharmacy wide thing http://cialisles.com/