مخپاڼه / بیلا بیل / دانسان د وجودپه اړه په زړه پوري معلومات!

دانسان د وجودپه اړه په زړه پوري معلومات!

 

د انسان د وجود په اړه معلوماتدانسان د وجودپه اړه  په زړه پوري معلومات!

رالېږونکی: ډاکټر میرویس مایار

دمسكا په وخت كي اوولس عضلې او دوريځو پورته- ښكته كولو په وخت كي درې څلوېښت عضلې استعماليږي.

د انسان په وجود كي دوه سوه شپږهډوكي سته او يوپه څلورمه برخه هډوكي يې په پښو كي دي.

دانسان د مغزو وزن د ټول وجود د وزن څخه په سلوكي دوه برخه نيسي،خو دمغزله خوا مصرف سوي هيدروجن د ټول وجود له خوا دمصرف سوي هيدروجن څخه په سلو كي پنځه ويشت برخه نيسي ،دپښتورګي او زړه له خوا مصرف سوي هيدروجن په جلاجلا توګه په سلوكي دوولس او دوه برخه نيسي.

دنورو موادو په نسبت سمندري اوبه دانسان دوينو دكيمياوي عناصرو سره ډيري مشابه دي.

دانسان ژبه مزه حسوي چي دژبي وروستۍ برخه دتريو مزه او منځنۍ برخه يې مالګينه مزه او مخكينۍ برخه يې شيرينه مزه حسوي.

د انسان ژبه مغزكي په سلوكي اتيابرخه اوبه دي او په وينو كي دشامل سوو اوبو څخه هم زياتي دي.

دښځي د زړه ټكانونه دسړي څخه زيات دي .

دانسان دبيدېدو وخت بېل دى ، چي دماشوم لپاره هره ورځ اته نهه ساعته او دبوډاګانو لپاره يوازي له څلورو نه ترشپږو ساعتو پوري دى .

هره ورځ دهرتن په خوله كي يولېتر لاړي پيداكيږي،جګر يوډوله غده ده نه جهاز ،كه يوحلزوني صدف ستا غوږته نژدې كيښودل سي،هغه اواز چي اورېدل كيږي ستا په غوږ كي دوينو دجريان دغږ انعكاس.

دهر تن په ټول عمر كي دلاس دبند دخوځېدو شمېر پنځه ويشت مليونو ځلوته رسيږي.

دانسان سترګي ډيري حساسي دي،په هغه شپه كي چي سپوږمۍ نه وي، او څوك دغره په څوكه ولاړ وي،په سترګو داتيا كيلو مترو په واټن دشمعي رڼا ليدلاى سي.

هرڅوك دښادۍ يا رنځ په وخت كي اوښكي بهوي،خو موږولي اوښكي بهوو او او اوښكي څه رول لري؟

سره له دې چي د اوښكو بهېدو اساسي رول دسترګو ساتل دي، اوښكي ديوډول مايع ترشح ده او په سلوكي نهه نوي برخه اوبه دي ،اوښكي دسترګو په پاسنۍ برخه د دوو غدو څخه راځي او دسترګو درپولو په جريان كي دسترګو دپاسنۍ بافتې او قرنيې دلوندولو رول لري، دانسان اوښكي په درو ډولو وېشل كيږي.

چي لومړى دسترګو درپولو په وخت كي رامنځته كيږي.

چي عمده تركيبات يې مالګه او دميكروب په ضد مواد دي،دغه ډول اوښكي موږ عموماً نه سو حسولاى او الوتونكي مرغان،تي لرونكي ،خاكي اوآبي ژوي او خزندې ټول دغه ډول ماېع ترشح كولاى سي.

دوهم ډول اوښكي خاص بېلوژيكي رول لوبوي اودشرطي عكس العمل له امله رامنځته كيږي. چي مقصد يې د دود،پوډر ككړو اوبو اونورو كوچنيو شيانو د ننوتلو مخه نيول دي،دغه ډول اوښكي نسي كنترولېدلاى،ځكه چي دغه ډول اوښكي دبهرني تحريك په وړاندي ځواب دى.

دريم ډول اوښكي دهيجان له امله رابهيږي او يوازي انسان دهيجان له امله يعني دغم،ويري،خوشحالۍ او همدردۍ په وخت كي بې اختياره اوښكي بهوي،كه څه هم موږپوهيږو چي دغه ډوله اوښكي هيڅ بيولوژيكي رول نه لري او يوازي د يوډول رواني حالت څرګندوى دي . خو دعالمانو په اند ددې پوښتني جواب لاتراوسه ندى رامنځته سوى چي انسان ولي ژاړي؟ ددې پوښتني لومړى جواب دمشهور انګريزي عالم داروين له خوا وسو او دده په نظر ماشوم دمرستي اخيستلو لپاره ژاړي.يوه اطريشي عالم وويد سيګموند چي خاص د اوښكو په څېړنه بوخت ؤ،دانظر درلود چي ژړل داحساساتو دخوشي كولو رول لري،دغه توضيح وروسته تصديق سويده،لنډه دا چي ژړل د خبري كولو په شان دانسان د احساساتو دڅرګندولو يوډول طرز دى او داحساساتو دخوشي كېدو څخه وروسته رواني ارامتيا رامنځ ته كيږي.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …

2 تبصیری

  1. You operate it about 15 to 30 therapeutics in preference to Buy cialis usa Mass or mucous lacuna of cannon silage commonwealth