داسلامي قانون ځانګړتياوي، هغه ،چي نور قوانين يې نه لري
لیکنه : مفتي عبدالهادي حماد
په تیر پسي…
همېشه توب اودوام:
ديوه قانون دفعال او ګټور جوړېدو لپاره چيري ،چي داضروري ده ، چي په هغه کي دحالاتو او مواقعو په لحاظ دتغيراتو دقبلېدو ګنجائش دي هلته يو قسم ثبات اويايښت هم ضروري دي ، چي يو قانون بالکل بې کششه او تغير نه قبلونکى وي هغه دزمانې دبدلونو سره چلېداى نه سي او چي په يوه قانون کي هيڅ پايښت او استحکام نه وي هغه هم دانصاف په راوستلو کي او دخلکو داعتماد په حاصلولو کي کامياب کېداى نه سي ځکه په هراصل کي يې دماتېدو او ليري کېدو ګنجايش وي او هر قانون به ي خلک دخپل خواهش په غالب کي اچولاى سي په اسلامي شريعت کي ددواړو اړخونو رعايت لحاظ سوى دئ څه احکام هغه دي، چي دهغو په باره کي داصولو قواعدو او دشريعت دمقاصدو پر وضاحت بسنه سوې وې ده، په هره زمانه کي ، چي کوم مسائل پيدا سي ددغو اصولو په رڼا کي به چليږي ځکه ، چي دشريعت اصلي مقصد عدل قائمول او دظلم ليري کول دي که هغه يو حکم په يوه زمانه کي دعدل دقائمېدو سبب سي او په بله زمانه کي دظلم او نا انصافۍ باعث جوړ سي نو په دواړو حالاتو کي به حکم يو دبل سره مختلف وي شريعت په بعضي مسائلو کي جزئي تفصيلات دکومي استثناء اوتخصيص څخه پرته معين کړي دي دا تعين او تحديد ددې خبري علامه ده ، چي دا تر قيامته دعمل قابل دي دارنګه په شريعت کي ، چي کوم اصولي هدايات درکول سوي دي دکومو قواعدو او مقاصدو لارښونه ، چي سوې ده هغه دبدلون قابل نه دي ځکه نو قرآن اشاره کړې وه ، چي دقرآني هداياتو په ذريعه دين وخپل کمال ته رسېدلى دئ دئ ځکه الله( فرمايي:
اليوم اکملت لکم دينکم.(المآئده، آية : ٣٠ )
همدا ډول پر حضرت محمد3 باندي دنبوت سلسله ختمه سوه لهذا دده مبارک وروسته بيا ددې امکان نسته ، چي بل دين او يا بل کوم پيغبر راسي. ماشوم ، چي کله پيدا سي نو څومره ، چي لويېږي هغومره يې لباس ورسره زياتيږي البته کله ، چي ماشوم دځوانۍ تر بريده ورسېدئ نو بيا يې په يوه اندازه ورته کافي دئ يعني داچي که پر دغه کس باندي نور عمر تېريږي ددې اړتيا نه پيدا کېږي ، چي لباس دي يې زيات او يا هم لوى سي. دهمدې مثال په نظر کي نيولو سره داخبره هم بايد څرګنده سي، چي الله( دانسانيت له پيله څومره ، چي اړتيا پيدا کېده او څومره ، چي بشري ټولنه دتمدن پر لوري تله په هغه اندازه الله( داړتيا په پيمانه احکام رالېږل او نوي کول يې ؛خو کله ، چي بشري ټولنه دخپل شعور ، تمدن او پرمختګ کاملي نقطې ته ورسېده الله( پر حضرت محمد3 باندي يوه کامل دين نازل کړ، داسي دين دئ، چي په راتګ سره يې الهي احکام پوره سوه او دغه قانون به تر قيامته پوري جاري او ثابت وي همدا ډول به ددې قانون موزونيت او ګټه رسونه به نه کمېږي.
داجراء قوت:
دهر قانون نفاذ په دوې طريقې کېږي په ټولنه کي دقبول او طاعت دجذبې موجودېدل دقانون خلاف دجبر او طاقت استعمال څه طبيعتونه دسلامتۍ داوشرافت لرونکي وي په هغوى کي پخپله په قانون باندي په قانون باندي دعمل کولو جذبه موجوده وي لکن په کومو طبيعتونو کي ، چي سرکښي او بغاوت وي يا داچي دخواهشاتو څخه مغلوب وي هغه دجبر او خوف څخه پرته دقانون په وړاندي سر نه کښته کوي په انساني قوانينو کي دمحکمي او پوليسو او ددوى دواړو شعبو په ذريعه دسزا ويره انسان له جرائمو څخه ساتي لکن په اسلامي شريعت کي له دې څخه وړاندي يوه بله عقيده (دآخرت ثواب او عذاب) سته ځکه نو په قرآن او حديث کي له هر حکم سره دهغه پر منلو داخرت اجرا او پر نه منلو يې دآخرت دعذاب ذکر موجود دئ دا يوه داسي انقلابي عقيده ده ، چي ديوه ډېر زيات طاقت لرونکي انسان زړه هم ښوروي او غټ ، غټ مجرمان هم دقانون په وړاندي پر سپر غورځولو مجبوروي ، چي کومه سترګه ليدونکي او کومه ژبه منع کونکي نه وي هغه وخت هم دا عقيده دده دلاسونو لپاره طوق او دپښو لپاره يې زنځير جوړيږي ، چي په مسلمانه ټولنه کي يې هم په تيره سوي زمانه کي مثالونه په اسانۍ سره ليدل کېږي مثلا همدا دمنشياتو مسئله ده، چي نن ټوله نړۍ پکي شکېل ده دومره نقصانات يې دي ، چي تر بحث زيات دي. امريکا ددغو حالاتو په ليدلو سره په ١٩٣٠ ع سنه کي دنشې دبندېدو قانون جوړ کړ،دشرابو دضررونو دڅرګندولو لپاره يې ٦٥ ميلونه ډالر مصرف کړل ٩ زره ميلونه صفحې پاڼي دشرابو دنقاصونو په اړه وليکل سوې ، دوه سوه انسانان قتل سوه، پنځه سوه زره انسانان بنديان سوه همدا ډول پردغو کسانو ، چي کومي جرمانې راغلي دهغو اندازه ډېره زياته ده بيا هم ددې سختو ځاني او مالي جرمانو سره دقانون په طاقت قانون ته عملي شکل ورنه کړ؛ بلکي دامريکا حکومت پردې خبره مجبور سو، چي دا قانون واپس واخلي. قرآن مجيد ، چي کله شراب حرام کړل په دغه عرب دشرابو سره بيخي زيات عادت وه تر داسي بريده ، چي تر اسلام وړاندي ددوى مذهبي مجلسونه هم دشرابو څخه خالي نه وه مګر دشرابو دحرمت دحکم سره جوخت خلکو داسلام دغه حکم پر سر او سترګو ومانى ، ټول شراب يې توى کړل آن ، چي دمدينې کوڅي يې په شرابو وبهېولې نن هم صورت حال دادئ، چي دحهالت او غفلت سره سره په مسلمانه ټولنه کي ، چي دشرابو څخه کوم احتياط کېږي مثال به يې ډېر کم وي. په لوېديځو هيوادو کي په ځانګړي ډول داخبره ډېره ليدل کېږي ، چي دسر شمېرني په لحاظ دمسلمانانو تعداد په شراب څيښلو کي دغير مسلمانو ډېر کم دئ يعني داچي دوى کومه سروې کړې ده په هغه کي يې ښوولي دي،چي مسلمانان زيات شمېر په شراب څيښلو کم اخته دي دغير مسلمانانو په پرتله همدا ډول دزنا او غير معمولي جنسي اړيکو معامله ده ، چي نن هم مسلمانه ټولنه له نورو قومونو څخه ډېره زياته غنيمت ګڼل کېږي همدا لامل دئ، چي په معاصر وخت کي په اسلامي هيوادونو کي دايډز ناروغي دکفري هيوادو په پرتله ډېره کمه ده ترداسي اندازې ،چي هغه هيوادونو ، چي دسيکولرزم په نامه لوټ سوي دي هغه هم په دغه ډول مخاشيوکي له لوېديځو هيوادونو څخه په ښه حالت کي قرار لري. دلوېديځو هيوادونو دنوى تهذيب دبد ژوند يو بل مثال دادئ، چي دوى دمعمرو خلکو لپاره واټونه لري لري، خلک خپل ضعيف مور او پلار او دخاندان نور سپين ږيري هلته بيايي دمور اوپلار او نورو سپين ږيرو اوسپين سرو اوسېدل دځان سره تکليف بولي نو دا تکليف ځان ته نه ورکوي. دخوشالۍ ځاى دادئ، چي دغسي خود غرضي په مسلمانانو کي ډېره کمه ليدل کېږي مسلمانان دمور او پلار احترام دبزګانو عزت خپله مذهبي فريضه گڼي او داخرت له ويري او په آخرت کي دجواب ورکولو داحساس څخه بغير نسي کېداى. نورو وضعي قوانين اجرا صرف دطاقت په زور ممکنه ده مګر دشريعت دقانون په نفاذ کي دعقيدې او ايمان طاقت هم مؤثر کردار ادا کوي.
پای