داذان تاريخي اهميت او تل پاتي(دریمه برخه)
لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد
په اذان کي بټي ګوتي مچول:
پر دغه موقع د اذان اړوند د یوه بل بدعت ذکر کول هم مناسب دي هغه دا، چي د اذان په وخت کي دواړي بټي ګوتي مچول، اذان یو داسي شی دي، چي شپه او ورځ ټول کال پنځه وخته ادا کیږ ي که چیري دا عمل جائز وای، چي کله په اذان کي دده مبارک نوم ذکر سي بټي ګوتي دي مچ سي نو ددې تقاضا به دا وه، چي په دې هکله به ډیر صحیح روایات منقول وای لکه څنګه چي د اذان او اقامت د کلمو په هکله د هغه د آدابو او شرائطو و غیره په هکله روایات سته دارنګه به پر دغه موضوع هم وای پخپله به د حضور عمل موجود وای او د عامو صحابووD طریقه به وای، چي له ده مبارک سره یې ډیر زیات محبت درلود او پر ده مبارک ځان قربانونکي وه مګر دا عمل نه د حضور څخه ثابت دئ نه د عامو صحابووD څخه او نه په کوم صحیح سند ثابت دي یوازي یو روایت دئ، چي حضرت ابوبکر> چي کله د اشهد ان محمدا رسول الله جمله واوریده نو د شهادت د ګوتي دننه برخه یې مچ کړه او پر سترګو یې کښیښودل، حضور وفرمایل، چي کوم څوک چي زما د دوست په شان عمل وکړي د هغه لپاره زما شفاعت واجب دئ، د دغه روایت حال له دې څخه معلومیږي، چي هغه ته محدثینو په تذکرة الموضوعات او موضوعات کبیر کي ځای ورکړئ دئ او علامه طاهر پټني او ملا علي قاري دواړو لیکلي دي، چي لا یصح چي سند یې صحیح او د اعتبار وړ نه دئ.( [1])
او په دې هکله حافظ جلا الدین سیوطي لیکي الاحادیث التي رویت فی تقبیل الانامل و جعلها علی العینین عند سماع اسمه عن الموذن في کلمة الشهاده کلها موضوعات.( [2])
نو دا روایت موضوع او له ځانه جوړ سوئ دئ او له موضوعي روایت څخه فضائل هم نه ثابتیږي کاشکي خلګو د رسول الله د نمائشي محبت پر ځای حقیقي محبت او اتباع ثابت کړې وای.
[1] : تذکرة الموضوعات ۳۶ ، موضوعات کبیر ۷۵ [2] :تیسر المقال للسیوطي
پای