مخپاڼه / ځانګړي مطالب / ته ولي د نورو بد نه وايي؟

ته ولي د نورو بد نه وايي؟

ته ولي د نورو بد نه وايي؟

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه

د ربيع بن هيثم څخه پوښتنه وسوه چي ته مو تر اوسه نه يې ليدلی چي د نورو عيب بيان کړې ، دا ولي؟

ده په جواب کي ورته وويل:

زه تر اوسه د خپل نفس څخه راضي نه يم ؛ نو د خلکو عيبونو ته به څه ور خلاص سم؟

تنبيه: ښه داده چي انسان هيڅکله د خپلو عيبونو د ايسته کولو څخه بې غمه نه سي، تل په دې فکر کي وي چي د ځان عيبونه ورک کړي.

تر ټولو بده خبره داده ، چي يو انسان په ځان کي خورا ډېر عيبونه لري ، هغو ته يې هيڅ پام نه وي، که يې څوک ور متوجه کړي سخته خوا يې هم بديږي.

د بله اړخه شپه او ورځ اخته وي د نورو عيبونه بيانوي، د نورو په عيبو پسي ګرځي.

که هر څوک د خپلو عيبونو دومره لټه وکړي لکه د نورو د عيبونو لټون چي کوي ، ان شاء الله د اصلاح لمر به و ځليږي.

درنښت

مولوي عبدالهادي حماد ۱۲ شعبان ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …