مخپاڼه / ځانګړي مطالب / تر مرګ وروسته عبادت!

تر مرګ وروسته عبادت!

نبوي_زېری!

داووشيانوثواب به ترمرګ وروسته جاري وي:

۱- د دين يوه خبره و يو چاته ور زده کړې.
۲- د اوبو وياله د خلکو د استفادې لپاره بهانده کړې.
۳- د خلکو داستفادې لپاره څاه (يا برمه) وکندې.
۴- يوه درخته شنه کړې (خلک يې دسيايې يا هم ميوې څخه استفاده کوي).
۵ – مسجد جوړ کړې.
۶: قرانکريم تر شا پرېږدې (چي خلک وظيفه پکښي کوي).
۷: تر شا داسي اولاد پريږدې چي دعا درته کوي.

هيله!

انسان ته مرګ خامخا راځي او په قيامت کي ضرور سختۍ سته نو تر مرګ وروسته د سختيو د کمولو لپاره درې کارونه خامخا وکړئ:
۱: #يا داچي که مو په توان کي وي پورته اوه کارونو ټول يا يو وکړئ.
۲: #يا داچي په شتمنو دوستانو کي يو څوک هغه کارونو ته جوړ کړئ چي تاسو يې نه سئ کولای.
۳: #يا داچي دغه ليکنه يا دې ته ورته ليکني ښه ډېر نشر کړئ ګوندي څوک يې عملي کړي ستا به په جاري ثواب کي برخه ورسره وي ان شاء الله.

په درنښت ستاسو ورور

مولوي عبدالهادي حماد ۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۱هق

عن أنس بن مالك رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : (( سبع يجري للعبد أجرهن وهو في قبره بعد موته :من عَلّم علماً, أو أجرى نهراً , أو حفر بئراً , أو غرس نخلاً , أو بنى مسجداً , أو ورّث مصحفاً , أو ترك ولداً يستغفر له بعد موته ))

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …