?”تريخ حقیقت”?
له يو کس څخه چا پوښتنه وکړه، چي په اوس وخت کي دا غربت ولي زيات دئ؟
ځواب یې ورکړ:
زما په فکر سره نن وخت کي دومره غربت نسته څومره چي د خلکو چيغاري دي، نن وخت چی کوم څه ته موږ غربت وايو، په حقيقت کي هغه خواهشات دي چي پوره سوي نه دي، موږ هغه وخت هم ليدلي وو او یاد مو دئ چي په ټول مکتب کي به تخته نه وه، د قلم رنګ به نه وو، موږ به له سکرو څخه کار اخيستی، د مکتب لپاره به مو جامي يو اختر نه بل اختر رانيولي، چي به کوم واده ته تلو د مکتب په لباس کي تلو، جامې به کله څیري سوې، هغه به مو بیا ګنډلې، هر وخت به مو اغوستې، چمپلان به مو زاړه او خړپړ وه، پالش کول به مو نه، کله چي به مو ميلمانه راغلل نو د همسايه ګانو څخه به مو د چا څخه مالګه، د چا دارو غوښتل، نن وخت کي ماشاء الله په هر کور کي د مياشتي شيان موجود دي، نن وخت کې خو په هر مکتب کې هر څه سته، هره ورځ په نوو کالو کي مکتب ته ځي، نن سبا که يې د قریب واده وي، کالي، صدرۍ او چمپلان نوي کوي، نن وخت کي د ډېرو ځوانانو څخه د شلو زرو موبائل د پنځه سوو رخچينه او کم ازکم ۳ زره نغدي ورسره وي، د غربت په وخت کې خو به د څراغ د تيلو پيسې لا نه وې، خلک به سپوږمۍ ته ناست وه، نن سبا خواهشاتو ته غربت ويل کیږي، چا چي د قریب واده ته کالي نه وي جوړ کړي او په مياشت کي یې يوه جوړه کالي نه وي جوړي کړي، نو ځان ته غريب وايي.
نن که يې خواهشات نه وي پوره سوي نو غريب دئ؛ موږ ناشکره سوي یو، نو ځکه خو برکتونه هم پورته سول.
ژباړه: سميع الله دُرانی.