ايا د سپېڅلي شريعت په رڼا کي کي بيع وفا جايز ده که يا؟ يا په بل عبارت کومې سوداوي ، چي په اوس وخت کې دګروۍ په نامه کېږي ايا دغه سوداوي صحيح دي که يا؟
الجواب حامداً ومصلياً
بيع وفا يا هغه سودا ، چي اوس يې خلک په عامه اصطلاح ګروي بولي څلور ډوله کېداى سي يو ډول يې پکښي جايز دئ درې ډولونه يې جايز نه دي،چي ټوله دلاندنيو ډولونو څخه عبارت دي:
لومړى: داچي دسراى مالک او دپيسو څښتن سره ووايي، چي ما او تا به سودا سره کوو ، په دې شرط، چي بېرته به دغه سودا سره ماتوو يعني داچي دسراى مالک ورته ووايي،چي هر کله ما پيسې درته راوړي ته به سراى را ايله کوي يا په بل عبارت قطعي بيع وکړي خو دايجاب او قبول په وخت کي دفسخ شرط سره کښېږدي په دغه ډول باندي بيع فاسده ده.
دوهم: دوهم صورت دادئ، چي بيع دفسخه کېدو (دبيع دماتېدو) شرط نه کښېږدي خو دوفا شرط کښېږدي يعني داچي ما او تا به وعده سره کوو، چي هر کله تا پيسې راوړې زه به سراى در ايله کوم يا په بل عبارت بيع قطعي ده خو دعقد په جريان کي دوفا شرط ولګوي دغه ډول بيع هم فاسده ده.
دريم: دسراى مالک او دپيسو مالک بيع سره وکړي البته بيع قطعي نه وي دبيع جايز لفظ ذکر کړي بيع جايز په دې معنا ده،چي دواړه کسه سره ووايي، چي زما او ستا بيع لازمه نه ده يعني داسي نه ده لکه بيع قطعي ځکه بيع خو ، چي وسي بيا که دجانبينو موافقه نه وي بيع نه سي ماتوالى او جايز په دې معنا ده، چي هر يوه که وغوښته دغه بيع ماتولاى سي دغه ډول بيع هم فاسده ده.
څلورم: دسراى مالک او دپيسو مالک دعقد په حالت کي دقطعي بيع عقد وکړي په دې ډول ، چي دسراى مالک ورته ووايي، چي ما خپل سراى تاته په بيع قطعي درکړى دئ ، هيڅ ډول شرط پکښي نسته ، دايجاب او قبول په وخت کي يا دايجاب او قبول تر مخه فقط دومره خبره سره وکړي ،چي زه تاته سراى په بيع قطعي درکوم، دپيسو مالک ورته ووايي: زما قبول دئ. کله ، چي ايجاب او قبول خلاص سو بيا سره ووايي، چي داسودا به ما او تاسره ماتوو ، زما او ستا به دا وعده ، چي هر کله دي پيسې راوړې زه به سراى درايله کوم. دغه صورت بيع وفا صحيح ده. کله ، چي دوى وعده سره وکړه پر دغه وعده باندي وفا لازم دي هره کله ، چي دسراى مالک پيسې راوړې دپيسو مالک به سراى ور ا يله کوي.
والله اعلم
مولوي عبدالهادي حماد
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کما في ردالمحتار: صورته: أن يبيعه العين …( ردالمحتارج:٤، ص: ٢٧٤)وفي الفتاوى الکاملية: والصحيح ان العقد الذي جرى …(الفتاوى الکاملية، ص:٨٣).وفي الهندية: البيع الذي تعارف اهل زماننا احتيالا للربا وسموه بيع الوفاء…وان ذکرا البيع بشرط الوفاء ثم ذکرا الشرط على وجه ا لمواعدة جاز البيع ويلزم الوفاء بالوعد کذا فى فتاوى قاضيخان.(ج: ٣، ص: ٢٠٨، ٢٠٩)