اسلام مو دسپکوالي ژغوري
لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد
طبعي خبره ده چي په انسان کي دعزت خوښونه په فطرتي ډول سته ، هر انسان هڅه کوي چي ډول نه يو ډول عزت تر ګوتو کړي څو په ټولنه کي سرلوړى ، پتمن او عزتمن کس وپېژندل سي، خو يوې خبري دمعما بڼه ځانته غوره کړې ده هغه داچي دعزت معيار څه شي دئ؟ ايا عزت دهغه لارو چارو په عملي کولو کي دئ کوم چي اسلام ښودلي دئ؟ او که دهغه تګ لارو په عملي کولو کي دئ کوم چي په معاصر وخت کي يې غرب او اروپا ي ښيي؟ حقيقت چي اسلام کومي لارښووني کړي دي دهغو په عملي کولو کي يقينا عزت نغښتى دئ او دعزت معيار هم دغه دئ. ځکه ديوې خوا افغان ولس په تاريخ کي خپله مذهب پالنه نړۍ ته ښودلې ده نو تر ټولو پر خپل اسلامي دين باندي هم پياوړې عقيده لري ، حتما دا پرېکړه کوي چي داسلامي لارښودونو په عمليت کي عزت نغښتى دئ، بله خبره لا داده چي داسلام لارښووني شاوخوا څوارلس پېړۍ پر يوه معيار باندي را رواني دي او داسلام پرته نوري ټولي تګ لاري په هره پېړۍ کي نوي بڼي ځانته غوره کړي دي دا خپله داسلام پر معياريت او دنورو پر نه معيار باندي څرګند ثبوت دئ، په تاسف سره بايد ووايي چي نن زموږ دافغاني غيور ولس يوې برخي خپل ملي ، مذهبي او فرهنګي شحامت تر پښو لاندي کړى دئ دهغو خلګو تقليد يې دځان لپاره ښايست بللى دئ چي هغوى تل بې عزته پاته سوي دي موږ وينو دژوند په هره زاويه کي دپرديو پېښې کيږي، زما په آند په دې ټولو کي ستره ضايعه داده چي زموږ په متدين ښار کي نوي ځوانان په خپلو تليفونو کي دپرديو لوڅ عکسونه ، فلمونه او فحشاء ګوري چي افغانيت او غيرت دومره کرکه ځني کوي لکه اور چي داوبو څخه کرکه کوي ، ځيني خو لاداسي هم دي چي په ځينو ودونو کي په تليفونو دکورنيو ښځو عکاسي کيږي او بيا ديوه او بل ذريعه په نورو نامحرمو تليفونو کي وېشل کيږي ، هغه پتمني با شحامته متدينو افغانانو مېرمنو ته نن نامحرمه خلګ ګوري چي يو وخت به يې دنړۍ په بيه دخپلي ښکلا دليد اجازه چاته نه ورکول، نن هغه ګران بيه افغاناني دومره ارزانه سوې چي په بازار کي يې هر څوک څېرو ته ګوري ، ايا دې ته افغانيت وايي؟ ايا داغيرت دئ چي عزتمه پښتنه دي په پردي لباس کي نامحرمه کس وګوري؟ ايا دغيرت دئ چي دهغه سپېڅلي افغان بچي دي نن نورو فاحشو او لوځو مينځيانو ته وګوري چي يو وخت به يې خپل عفت دنړۍ په بيه دلاسه نه ورکاوه ، ايا دا افغانيت دئ؟
ګرانو ځوانانو ! همت څاکونه پورته کړئ ، افغانيت دلاسه مه ورکوئ، خپل مذهب ته سپکاوى مه کوئ، دپلرونو پر عفت باندي داغ مه لګوئ، دخپلو مېړنيو نيکونو لپاره پېغور مه جوړېږئ، خپل فرهنګ راژوندى کړئ ، دپرديو فحشاوو ښځو عکسونه دکورنو ، کمپيوټرانو او تليفونو څخه وباسئ، بت پرستي پېږدئ، عکسونه اخستل ، په لباس او څېره کي دنورو تقليد پرېږدئ، غيرت وکړئ ، دبې ننګو دډلي څخه ځانونه وباسئ، څومره بدي پايلي چي عکسونه لري ، هرډول چي وي فاحش او لوڅ خو لاپرېږده ــ ټوله قلم بيخي ليکلاى نه سي ، دنمونې په ډول به زموږ دستر لارښود حضرت محمدL ځيني ويناوي رانقل کړو چي دعکس يا انځور اخستلو دتعذيب په اړه يې فرمايلي دي:
رسول الله(ص) فرمايي: دقيامت په ورځ داور يوه خاصه غاړه ده چي دوې سترګي لري په دغه سترګو باندي ليدل کوي ، دوه غوږونه لري په دغه غوږو باندي اورېدل کوي، يوه ژبه لري په دغه ژبه باندي ويل کوي او وايي: زه پر درو کسانو باندي مسلط يم:
١ : ظالم کبرجن .
٢ : هغه څوک چي دالله(ج)پرته دبل چا عبادت کوي.
٣ : هغه څوک چي تصويرونه او عکسونه جوړوي.(ترمذي باب ما جاء في صفة النار)
رسول اللهK فرمايي: دالله(ج) په نزد تر ټولو سخته سزا دهغه کس ده چي تصوير جوړونکى وي.(متفق عليه)
الله( فرمايى : هغه كسان چې الله(ج) اودهغه رسول(ص) ( په عكس يامجسمه جوړولوسره) زهيروي پر دوى باندى دالله(ج) لعنت دئ په دنيا او آخرة كي او ددوى لپاره شرمونكى عذاب برابرسوى دئ . (سورة الاحزاب الاية ۵۷)
رسول اللهL فرمايى : هغه كسان چي تصويرونه جوړوي دقيامت په ورځ به عذاب وركول كيږي اوورته به وويل سى : هغه تصويرونه ژوندي كړئ چې تاسو په دنيا كي جوړول .(متفق عليه)
بي بي عايشة(رض)فرمايى : يوه ورځ رسول الله(ص) دسفر څخه راغلى ما پردېواله باندي يوه پرده ځړولې وه چي عكسونه پكښې وه هر كله چي رسول الله(ص) وليده په رنګ كې يې تغير پيداسو او وې ويل اې عايشې ! دقيامت په ورځ دهغه كسانولپاره سخت عذاب دئ چي دالله( دمخلوق سره مشابه شيان جوړوى (يعنى عكسونه ياتصويرونه جوړوى) بي بي عايشة(رض) وايى چي ما هغه پرده وشكوله او دوه بالښتان مى ځنى جوړكړل.(متفق عليه)
رسول الله(ص) فرمايى : هرتصوير جوړونكى به په دوزخ كي وى.(کتاب الکبائر ص : ٢٠٨)
رسول الله(ص) فرمايى: څوك كه په دنيا كې يو صورت جوړكړي دقيامت په ورځ به مجبور كړل سى چي نفس هم وركړي اونفس وركول به ده ته دابد لپاره ممكن نوي.(متفق عليه)
رسول الله(ص)فرمايى : هغه كورته ملائكه نه داخليږي چې سپى يا عكس پكښي وي.(متفق عليه)
په مذهبي مېنه او درنښت
مولوي عبدالهادي حماد
Cialis Interazioni Acheter Cialis En Espagne cialis 5 mg best price usa Buy Direct Cod Isotretinoin Sotret In Germany Overseas Sefton Non Prescription Azelastine
friend [url=https://chloroquinego.com/#]chloroquine dna[/url] tremendous buy
chloroquine ideal https://chloroquinego.com/
azithromycin dosage
azithromycin otc
brand viagra [url=https://viagenupi.com/#]viagra suppliers[/url]
cheap viagra online canadian pharmacy viagra suppliers cheap viagra pills https://viagenupi.com/