مخپاڼه / بیلا بیل / آیا خبر وی؟

آیا خبر وی؟

آیا خبر وی؟

رالېږونکئ: نوید امېني

 

  • هغه نېکي غوره ده چي له اړ انسان سره وسي.
  • هغه مال او دولت غوره دی چي داخرت توښه مو سی.
  • غوره عمل هغه دی چي ریا او ځان ښو دنه پکښې نه وي.
  • غوره جهاد هغه دی چي دنفس سمون مو په وسي.
  • ښه او غوره دوست هغه دی چي دنېکۍ لور ته بلنه درکړي.
  • غوره سرمایه هغه ده چي اخرت ته مو تیا ره کړې وي.
  • نېک او ښه اولاد هغه دی چي دنېک اخلاقو خاوند وي.
  • غوره ژوند هغه دی چي له قناعت سره مل وي.
  • غوره انسان هغه دی چي دنېک اخلاقو خاوند وي.
  • دانسان کمال په پوهه او ادب کي دی نه په مال او نسب کي.
  • بې دینه هیڅکله دمسلمان دوست نه سي کېدلای که هغوی ته د دوستۍ لاس ور اوږد کړئ نو زهر درکوي.

(سلطان صلاح الدین ایوبي (رح))

آیا خبر وی

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …