په تېر پسې…
آيا موسيقی پاک شی ده؟
شیخ قرضاوي د اسلام او موسیقي په نوم کتاب لیکلی دئ او په اتمه صفحه کي لیکي:
الله جل جلاله هغه خلک ظالمان بولي چي حلال او پاک شیان حرام بولي.
شیخ زیاتوي:
موسيقي خو داسي شی ده چي انساني فطرت يې غوښتنه کوي او خوند ورباندي اخلي، لکه معده چي د پاکو او حلالو مشروباتو او ماکولاتو څخه خوند اخلي، کوم کس چي انسان د دغه فکري غوښتني څخه منع کوي او دغه سپېڅلی شی یعني موسیقي حرام بولي دغه کس الله جل جلاله ظالم بللی دئ او فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحَرِّمُواْ طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللّهُ لَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ {87} [المائدة، الایة: ۸۷]
ژباړه: اې مؤمنانو! هغه پاک شيان چي الله جل جلاله حلال بللي دي هغه مه حراموئ (دغسي کار ظلم دئ)، ظلم مه کوئ الله جل جلاله ظالمان نه خوښوي.
ښاغلي قرضاوي زياتوي:
هر انسان ته پکار ده چي د ظلم څخه ځان وژغوري موسیقي حرامه نه کړي، موسیقي حرامول ظلم دئ.
اوس نو که د قرضاوي خبرو ته متوجه سو قرضاوي موسيقي د نورو پاکو ماکولاتو په څېر پاک شی بولي او د نورو پاکو ماکولاتو حکم ورکوي، دغه کار ته د فقهي او علم اصول له انده قياس ويل کېږي او ثابته خبره ده چي قياس خپل شرطونه لري چي له جملې څخه يې لومړئ دا دئ، چي د کوم شي حکم چي په قیاس ثابتېږي د هغه شي حکم به په قرآن او حدیث ثابت نه وي.
تعجب!!!
د موسیقۍ حکم خو په قرآن او حدیث ثابت دئ، د موسیقۍ دحکم د اثبات لپاره دقیاس څه ضرورت دئ؟
که یې دا د قیاس خبره ومنو چي خیر دئ د موسیقۍ حکم دي په قیاس هم معلوم سي نو موسيقی هغه شی ده، چي په حرمت يې په مليونونو علماء قايل دي او نور د خوراک او څښاک شیان کوم چي الله جل جلاله پاک بللي دي دا په اتفاق حلال او پاک دي په پاکوالي او روا والي کي یې هیڅوک مخالفت نه کوي، نو يو شی چي په اتفاقي ډول حلال وي او بل بیخي حلال نه وي یا یې د حلالېدو محضي وهم وي، آيا دا سره برابردي؟ آیا دا قیاس، قیاس مع الفارق نه دئ؟ د قیاس شرطونه به پکښي وي؟ او که به تش د حلال والي بهانه وي او د عوامو د نظرونو غلطول او مغالطه وي؟
آيا د دغسي چا سره الله جل جلاله د عذاب وعده نه ده کړې چي قرآني آيت د خپل نظر مطابق جوړوي؟ آيا داسی قياس کول جائز دئ؟
بله خبره دا ده، چي قرضاوي هغه کسان ظالمان بولي چي موسيقي حرامه بولي نو موسيقی خو عبدالله بن عباس رضی الله عنهما او عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه حرامه بللې ده او پر دې خبره قسم یادوي چي الله جل جلاله په قرآن کي حرامه کړې ده، نو د شیخ قرضاوي په نظر خو دغه صحابه ظالمان سوه (العیاذبالله).
همدا ډول کوم مذاهب، مفسرين، محدثين او علماء چي موسيقي حرامه بولي هغه هم د ده په نظر ظالمان سوه. د دومره اصحابو، محدثينو، مفسرينو او علماوو سپکوونکی او دوی ته د ظلم نسبت کوونکی به نو څه حکم لري؟ اوخبره به يې تر کومي اندازې رښتیا او د منلو وي؟
لنډه دا چي موسيقی داسي حلال او پاک شی نه ده لکه نور پاک ماکولات يا مشروبات، چي معده خوند ځني اخلی يا نور ظاهري حواس چي د خپلو مربوطه غوښتونو څخه خوند اخلي.
بله خبره دا ده، چي موسيقي د ماکولاتو، مشروباتو او نورو ظاهري حواسو سره پرتله کول تر ډېره ځايه ممکنه نه ده، ځکه موسيقي هغه شی ده چي د رواني غوښتنو سره اړه لري، ماکولات او مشروبات د جسمي غوښتنو سره اړه لري څنگه به بېل کيفيت لرونکي شيان په حکم کي سره پرتله سي او که پرتله هم سي نو هر شی چي انساني غوښتنه وي هغه پاک، سپيڅلی او روا شی نه سي جوړېدای، بلکي ډېر داسي شیان سته چي انسان یې غوښتنه کوي هغه پاک شیان نه دي، لکه: شراب، د نامشروع جنسي خواهشاتو اشباع او داسي نور.
نور بیا ….
مأخذ : موسیقي او نوي لیکوالان(د موسیقي پر روا کوونکو باندي رد)
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد.
د تیرې (دوهمې برخې لوستل)