مخپاڼه / بیلا بیل / آيا د موسيقۍ د روا والي لپاره د هر چا قول ثبوت كېداى سي؟ (دوهمه برخه)

آيا د موسيقۍ د روا والي لپاره د هر چا قول ثبوت كېداى سي؟ (دوهمه برخه)

موسيقي او نوي ليکوالان (د موسيقي پر روا کوونکو باندي رد)

په تېر پسې…

آيا د موسيقۍ د روا والي لپاره د هر چا قول ثبوت كېداى سي؟

كه وحقيقت ته ځير سو خامخا دې نتيجى ته رسېږو چي الله جل جلاله لكه څرنگه چي يې د انسانانو په شکلو كي فرق پيدا كړى دئ، همدا ډول يې په فكرو كي يې هم په دغه ډول فرق پيدا كړى دئ يعني يو اړخ به يې دا وي چي يو څوك به د يوه شي سره مينه لري بل څوك به بيا د بل شي سره مينه لري، چا ته به سپېڅلی شى خوند وركوي چا ته به بيا يو كړغېړن شى خوند وركوي، چا ته به داسي پرېكړه خوند وركوي چي د ده د افكارو سره ورته والى ولري خو بل چا ته به بيا معكوسه پرېكړه خوند وركوي او دا هم ثابته ده چي ټولي پرېكړي په قرآن او حديث كي په تفصيل نه دي بيان سوي که څه هم په اجمالي ډول هر شی په قرآن کي سته، بلكي ځيني مسائلي په قران كي حل سوي دي او د ځينو تفصيل بيا په حديثو كي بيان سوى دئ او ځيني مسائل اجماع الامت ته پاته سوي دي، نو كومي مسائلي چي په قرآن او حديث كي تفصيلي نه وي حل سوي د حل لپاره يې دوې (٢) لاري سته:

الف:

يواځي د مذهب په رڼا کي مسائلي حلول یعني د هغو سترو علماوو په نظر او فتوا عمل کول چي پر علمیت او تقوا یې ټول امت اتفاق لري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زمانې ته هم زیات ورنژدې وي، بیا یې فتواوي شاوخوا څوارلس سوه کاله وتلو علماوو ورتايید کړي هم وي.

ب:

د هر معلوم او نامعلوم چا په فتوا عمل  کول یا په هغه طریقه عمل کول چي تا ته په نظر کي ښایسته معلوم سي په هغه عمل کول او چي درته بد معلوم سي هغه شا ته کول.

اوس نو كه سالم فكر پورتنيو دوو لارو ته متوجه سي او تر يوه بريده شننه پكښي وكړي او فكري ميشت غالى د خيرو- پيرو څخه پاك كړي، نو يقيناً به دې نتيجې ته ورسېږي چي يواځنۍ د خلاصون، کامیابۍ او احتیاط لاره لومړۍ ده یعني دا چي د مذهب تقليد وسي او د مذهب علماوو چي څنگه فتوا ورکړې وي په هغه عمل وسي.

او که په دوهمه لاره مسائلي حل سي نو سخت تاوانونه به رامنځته سي؛ ځكه كه د مذهب تقليد و نه سي نو په نړۍ كي په مليونو داسي كسان سته چي د نظر څښتنان دي او نظرونه یې يو د بل سره توپير هم لري او دا لازمي ده چي هر څوك به د مسئلې د حل لپاره خپل نظر په كار اچوي، ټولي مسائلي به د خپل نظر مطابق حلوي، په پايله كي به اسلام په نړۍ كي په مليونو ډوله سي او حال دا چي اسلام يو دين دئ،حق يودئ. آخر دا چي د امت محمدي د اتفاق او اتحاد پر ځاى به بيلتون رامنځته سي او د الله جل جلاله د امر څخه به سرغړونه راسي چي په يووالى يې امر كړى دئ، مسلمانان به پر ډلو – ډلو ووېشل سي، حق به ترمنځ ورك سي، د ټولني خلک به د سخت اختلاف سره مخ سي، هر څوك به د هغه چا قول رانقلوي چي د ده خوښ وي، لنډه دا چي دا یو اسلام به وي خو تعبیر به یې په مليونو ډوله سي.

 كه د مذهب تقليد وسي یعني د خپل نظر پر ځای یا د هر معلوم او نامعلوم عالم د نظر پر ځای د مذهب د سترو او معلومو علماوو په فتوا عمل وسي پورتنۍ ټولي ستونزي به له منځه تللي وي.

 داسي نه ده چي د مذهب پريكړي نو پر باطله رواني دي، بلكي ټولي مسئلې د مذهب په رڼا كي د حق په غېږه كي حل سوي دي.

 بل لا دا چي هر سړى د دې جوگه نه دئ چي د مذهب په څېر دي څېړنه وكړي، بالآخره ويلاى سو چي د مذهب د تقليد پرته بله هيڅ د خلاصون لاره نه سته او نه د هر چا قول د يوې موضوع د ثبوت لپاره دليل كېداى. كه يو څوك دغسي كار كوي هغه په حقيقت كي د پورتنيو مشكلاتو د راوړلو اور ته لمن وهي. د مثال په ډول كه د هغه ليكوال څېړنه راواخلو چي د موسيقۍ د روا والي لپاره يې كړې ده او موسيقي يې روا بللې ده، نو ويلاى سو چي څوك موسيقي ته د رواوالي لاره لټوي او بیخي پر دې سترگي پټي کړي چي په قرآن او حدیث کي یې بیخي حرمت بیان سوی نه دئ (العیاذ بالله) نو بیا هم د څوارلسو پېړيو په اوږدو كي د ټولو علماوو له خوا يې حرمت تثبيت سوى دئ او څلورو حقو مذهبونو  یې پر حرمت   اتفاق کړی  دئ.

تعجب!!!

آیا د دغه روا کوونکي کس فتوا ومنل سي او که د څوارلس پېړیو وتلو علماوو فتوا؟! چي وایي: موسیقي حرامه ده!

ټول علماء هم وايي: موسیقي قرآن او حدیث حرامه کړې ده!

روا کوونکى کس وايي: په قرآن او حدیث کي د موسیقۍ حرمت نه سته! (العیاذ بالله)

نوري خبري پرېږدئ عقل ته دا خبره حواله کړئ د چا فتوا مو خوښه ده؟ عقل د کوم لوري خبره تايیدوي؟

آیا د څوارلس پېړیو علماوو خبره منئ چي د صحابوو د زمانې څخه یې تر ننه رارسولې ده، چي موسیقي قرآن او حدیث حرامه بولي؟! او که د دغه کس خبره منئ چي وايي: دا څوارلس سوه کاله علماء په قرآن او حدیث نه پوهېدل!!! زه په پوهېږم!!! زه درته وایم: موسیقي قرآن او حدیث حرامه نه ده بللې!!! تر اوسه علماء په قرآن او حدیث نه پوهېدل چي موسیقي يې حرامه بلل!!!

عبدالله بن مسعود او عبدالله بن عباس رضی الله عنهم وايي: موسیقي په قرآن کي حرامه بلل سوې ده! او دغه کس وايي: موسیقي په قرآن کي حرامه نه ده بلل سوې!

تاسو د عقله کار واخلئ! کومه فتوا به ښه وي؟

دا خبره بیا جلا ده چي د یو چا موسیقي خوښه وي د خپل نفس خوشحاله کولو لپاره ځان ته د یوې بهانې پیدا کولو لپاره فتوا غواړي، بلکي که څوک الله جل جلاله خوشحاله کوي نو کومه فتوا به یې خوښه سي؟

نوموړی كس د موسیقۍ د روا والي لپاره د صوفيانو د يوې لږكۍ ډلي ويناوي او يا د داسي علماوو ويناوي د دليل لپاره را اخلي چي د اصحابو كرامو رضی الله عنهم په مخالفت تفسير كوي او يا د ځينو علماوو نظر را اخلي چي د هغه مطلب يو شى وي او دى بل څه ځني اراده كوي او یا دا چي مضمون نیمگړی را اخلي، که یې پوره راواخلي نو د موسیقۍ حراموالی ځني ثابتېږي، آيا دغه كار په اسلامي ټولنه كي مخالفت اچول نه دي؟

آیا دا کار د دین سره جفا نه ده؟

آيادغه كار د مسلمه امت پر ډلو د وېشلو لار پرانيستل نه دي؟

 څوك چي دومره علماء او ټول حق مذهبونه پرېږدي او د لږكيو نظر ته وده وركوي  او د ټولنى په منځ كي يو نوي اختلاف ته د اور لمن وهي، آيا دا د الله جل جلاله د لاندني قول مخالف نه دئ چي الله’فرمايي:

﴿وَاعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللّٰهِ جَمِيْعًا وَّلَا تَفَرَّقُوْا﴾ [آل عمران، الایة: ۱۰۳]

ژباړه: د الله جل جلاله په دین یعني قرآن باندي تاسو ټول په پوره توگه عمل وکړئ  اوبې اتفاقي مه كوئ.

او څوك چي پورتنى كار كوي آيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لاندني قول مخالف نه دئ چي فرمايي:

عن أبي هريرة عبدالرحمن بن صخر رضی الله عنه قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم يقول: ما نهيتكم عنه فاجتنبوه و ما أمرتكم به فأتوا منه ما استطعتم، فإنما أهلك الذين من قبلكم كثرة مسائلم واختلافهم على أنبيائهم. ([1])

ژباړه: د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دئ، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي واؤرېدل: د كوم شي څخه چي مي منع كړي ياست ځان ځني وژغورئ او د كوم شي امر چي مي درته كړى دئ د خپل توان په پيمانه يې عملي كړئ، (ځكه) هغه كسان چي تر تاسو مخكى تېر سوي دي (له دې امله) د شکه وتلي تباه او هلاك سوي دي چي خپلي زياتي مسئلې يې (د انبياوو علیهم السلام څخه پوښتلې يعني تجسس يې كوئ او بېځايه پوښتنى يې كولې) او اختلاف يې په انبياوو علیهم السلام كي كوئ.

څوك چي موسیقي روا كوي یا یې روا بولي آيا دغه كس به د اصحابو كرامو  مخالف نه وي؟ د مثال په ډول عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او عبدالله بن عباس رضی الله عنهم   موسیقي په قرآن حرامه بولي او فرمايي: الله جل جلاله په قرآن کي موسیقي په “لهو الحدیث” یاده کړې ده او ورته سخت عذاب یې وعده کړی دئ، دوی مبارکان د ډېره ټینگار څخه قسم یادوي او وايي: والله! هو الغناء.

په الله جل جلاله قسم يادوم چي “لهو الحديث” موسیقي ده او الله جل جلاله په دغه نامه یاده کړې ده او سخت عذاب یې ورته وعده کړی دئ.

یا په بل عبارت د دوى مبارکانو په اند الله جل جلاله چي كوم عذاب د “لهو الحديث” په آيت كي ښوولى دئ د موسیقي ويونكي او اورېدونکي لپاره دئ.

که څوک د اصحابانو رضی الله عنهم خبري ته د ځان او نورو تر خبري  ارزښت ورکوي، نو ښكاره خبره ده چي موسيقي حرامه سوه.

اوس نو يو څوك چي نه صحابي دئ، نه تابعي دئ او نه یې په وروسته زمانه کي د لوړي درجې مجتهد عالم دئ، هغه وايي: موسیقي نه ده حرامه او په قرآن کي چي “لهو الحديث” الله جل جلاله حرام کړی دئ هغه بل شی دئ موسيقي نه ده او صحابه رضی الله عنهم وايي: موسیقي ده! دغه کس وايي: موسیقي نه ده، یا په بل عبارت: موسيقي حرامه نه ده كه څه هم د اصحابورضی الله عنهم مخالفت پكښي وي. حال دا چي څلور حق مذهبونه په دغه موضوع كي د پورتنيو مفسرينو اصحابو د نظر سره همنظره دي.

حاصل دا چي  په دې ځاى كي يو د مخورو اصحابانو تفسير دئ او بل د يوه وروستي عالم تفسير دئ، چي تفسیر يې هم د اصحابانو د تفسیر سره مخالف دئ او هم د څلورو مذهبونو څخه مخالف دئ.

درنو لوستونکو! تاسو د عقل څخه کار واخلئ، تاسو د چا خبره منئ د اصحابانو خبره منئ چي حدیثونه او د ټولو علماوو خبري یې هم تايید کوي او که د یوه بل کس خبره منئ چي د صحابوو او حدیثو څخه مخالفه ده؟

درنو لوستونكو! كه څوك د اصحابو په مخالفت تفسيركوي او د مذهبونو څخه لاره بدلوي، آيا دغه تفسير د قبول وړ دئ؟ كه څوك پورتنی موثق تفسير پرېږدي يعني د اصحابانو او مذهبونو تقليد پرېږدى د ورستي عالم تفسير رانقلوى بيا د دغه تفسير د مخالفت په مټ موسيقي حلاله ثابتوي، آيا دغه كار د اصحابو   پر مقدسو افكارو تېرى نه دئ؟ يو څوك چي په يوه ژبه كتاب ليكي او د هغه ژبي ويونكي حنفي مذهبه وي، ليكوال د دغه ژبي ويونكو ته د دوى د حق مذهب په خلاف موسيقي روا كوي، آيا دغه كار د دوى د مذهب څخه ليري كول نه دي؟ دا په دې معنا نه دئ چي تاسو خپل مذهب پرېږدئ زما پر وينا باندي باور وكړئ؟ آیا د دوی د مذهب علماوو او فتواوو ته سپکاوی نه دئ؟ آیا د دوی پخوانیو بزرگانو او د هغوی کړنلارو او تحقیقاتو ته په سپکه سترگه کتل نه دي؟

حاصل دا چي که څوک په افغاني ټولنه کي د موسیقۍ د روا والي هڅه کوي دا په حقیقت کي د افغانانو مذهب او کلتور ته سپکاوی دئ، د دوی پلرونو او نيکونو ته سپکاوی دئ، د دوی پخوانیو علماوو ته سپکاوی دئ، د دوی پر ټول اسلامي تاریخ باندي په دغه موضوع کي د باطل لیکه راکشول دي.

يو څوك چي د حنفي مذهب ټولني ته د نظا الدين اولياء قول بې له كومي حوالې رانقلوي چي وايي: څوك چې د موسيقى په حرمت كي د امام ابوحنيفه رحمه الله قول ثبوت غواړي ولي به پر دې قوم باندي د الله جل جلاله عذاب نه راځي. دغه قول رانقلول د حنفي مذهب د بې ارزښتۍ تثبيت نه دئ؟ او حال دا چي دغه مذهب په درسته نړۍ که د علم په ډگر کي تر ټولو زیات پیروان لري، زیات علماء لري، په تحقیق کي تر ټولو مخکي دئ، د فتوا لپاره ا صول لري، د فتوا لپاره معیار لري، په فتوا کي د هر چا قول دلیل نه بولي، بلکي قوي دلیل غواړي او بل دا چي دغي ټولني د خپل مذهب د ساتني لپاره ويني توي كړي دي اوپه دغه ټولنه كي په سلهاوو زره علماء راغلي دي او هغو ټولو دوى ته دغه مذهب غوره بللى دئ او هيڅ عالم د موسيقۍ د روا والي لاره نه ده پرانيستلې، آيا دغه كار د ليكوال د خپل عزت له منځه وړل نه دى؟ ځكه كه د حنفي ټولنى يو بې تعليمه کس د نظام الدين اولياء پورتنى قول واؤري، آيا دغه كس به د نظام الدين اولياء لوړ مقام ته په الفاظو تاوان نه ورسوي؟ آيا نقلونكي ته به بد و نه وايي؟ حال دا چي حنفي مذهبه  افغانان ټول پر خپل مذهب باندى ټينگ ولاړ دي د نظام الدين اولياء پورتني قول رانقلول د نظام الدين اولياء عزت ته نقص رسول دي.

تعجب!!!

حنفي مذهب په فتوا کي دومره اصول لري چي د ټولو تش زده کول د هر چا په توان نه دي او خورا زیات تحقیق په موسیقۍ کي لري، خو یو کس د دریاب په وجود کي د پتک اوبه راوړي یعني د علماوو دومره اقوال د فتوا د اصولو سره سم شاته کوي او د اصولو په خلاف د نظام الدین اولیاء قول رانقلوي، د هغه هم حواله نه سته چي لا هغه داسي ویلي دي او که یا؟

درنو لوستونكو! حق يوه داسي ملغلره ده چي د رڼا په مټ يې هر غوښتونكى تر خپله هدفه رسېدلاى سي. په ښكاره توگه چي عام خلگ ښه په پوهېږي د حق موندلو لپاره يوه اسانه لاره دا ده: عموماً د يوې خبري د څېړلو او سپينولو لپاره د رايو اكثريت ته كتل كيږي په كوم لوري كي چي دشرعي دلايلو په وجود کي د رايو اكثريت وي غالباً حق په هغه لوري كي وي – انشاءالله- وروسته به ثابته سي. محمدي امت ټوله په دې اند دئ چي موسيقي حرامه ده كوم كس چي يې د جواز لاره لټوي د دومره اکثریت په خلاف درېږي، آيا دغه كس به څومره حقيقت ته نژدې وي تاسو خپله قضاوت وكړئ؟

اوس راځو اصلي موضوع ته چې د موسيقى د حرمت څخه عبارت ده، كوم ليكوال چي د موسيقۍ د روا والي لپاره هڅي كوي هغه د شیخ قرضاوي او د ده په څېر د نورو ويناوي د دليل لپاره رااخلي په حقيقت كي د حق څخه فاصله نیول دي؛ ځكه كه ليكوال لطفاً خپله مطالعه يواځي د قرضاوي پر رساله باندي راچاپېره نه كړي، بلكي د فقهي شريفي په پراخ علم كي معتمد كتابونه مطالعه كړي نو د قرضاوي خبري به بيخي بې بنسټه ورته ښكاره سي. د قرضاوي رساله هغه رساله ده چي د ځينو حكومتونو له خوا يې د نه مشروعيت او رد له امله پر خپرېدو بنديز لگېدلى دئ؛ ځكه ده هغه څه ته اجازه وركړې ده چي قرآن، حديث او د دوى په رڼا كي مذهب حرام كړى دئ چي د موسيقۍ څخه عبارت دئ. ([2])

كوم ليكوال چي موسيقي روا بولي او بيا يوه ليكنه د ټولني د خدمت په نوم وړاندي كوي او دا دعوه کوي چي دا زما ټولني ته خدمت دئ،  نو كه ليكوال رښتيا د خدمت  په هيله وي نو ده ته پكار ده چي د ټولني خدمت دي د دوی د مذهب په رڼا كي ورته وكړي، هغه مذهب چي هغې ټولنى څوارلس سوه كاله عمل ورباندي كړى دئ.  لطفاً دي د خپلي ټولني سره ظلم نه كوي او خپله ټولنه دي د خپل حق مذهب څخه نه ليرى كوي او نه دي د خدمت په نوم په ټولنه کي نوى تشویش او اختلاف رامنځته کوي او نه دي د ټولني هغه کمزورو خلکو ته د بدبختۍ لاره خلاصوي چي گمراهۍ ته تشه بهانه غواړي.

ليكوال كه د مذهب د هدایاتو او رڼا پرته د موسيقي د روا والي لپاره قرآن او حديث ته لاس غځوي، په قرآن اوحديث كي خو داسي څه نه سته چي د موسيقۍ روا والى په ثابت سي او كه نور آيتونه را اخلي او د خپلي خوښي مطابق يې تاويل كوي، نو آيا دا د اهل كتابو كار نه وو؟  كه څه هم لیکوال تفسير بالرأي د اصولو مطابق وكړي بیا هم صحیح خبره نه ده؛ ځکه  لومړى خو نوموړى ليكوال مجتهد نه دئ  او نه كېداى سي، فرضاً كه سي نو دى دي د قرﻻن او حديث تفسير د حزم  او قرضاوي د نظر مطابق نه راته كوي، بلكي د اصحابو رضی الله عنهم د نظر  مطابق دي يې راته وكړي، ځكه هغه تر دوى په څو چنده بهتر دي او كه د هغه آيتونو په تفسير كي چي موسيقي حرامه ثابتوي د نورو علماوو ويناوي او دلائل وايي، آيا دا به د قبول وړ وى؟ اوحال دا چي د مذهب يو معتمد عالم امام ربانى فرمايي: د موسيقى په روا والى كي د هر متصوف وينا دليل نه سي كېداى. ([3])
نور بیا ….

مأخذ : موسیقي او نوي لیکوالان(د موسیقي پر روا کوونکو باندي رد)

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد.

د تیرې (لومړۍ برخې لوستل)

په انسان کي پر موسیقۍ د خوند اخيستلو ماده سته؟


([1]) اخرجه مسلم: ٤ / ١٨٣٠، رقم: ١٣٣٧.    

([2]) شيخ قرضاوي اوس مهال په قطر کي اوسېږي، ازهري شيخ دئ. که څه هم زما د ده سره خپله ملاقات نه دئ سوی خو د ده د رايي د علماوو سره مي په مصر کي  خصوصاً په الازهر کي ليدلي دي. دوې نقطې مي ځني اخيستي دي: لومړی دا چي ژور فکرونه، عجيب معلومات، ښه تعلميمي منهج او ښه استعدادونه لري. دوهم دا چي عمل بيخي پکښي نه سته او په دين کي چي کومه د سهولت لاره ده هغه تعقيبوي، پر هغه لاره باندي روان دي او د هغه د روا والي لپاره دلايل لټوي که څه هم ضعيف وي. ع. حماد

([3]) المکتوبات، جلد: ١، رقم المکتوب: ٢٦٦.

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …